1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان: ۱۵ کډوال تر آخ و ډب وروسته ونيول شول

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د پناه غوښتونکو يوه استوګنځي مخکې تر نښتو وروسته پوليسو د انګلستان په شمال لويديځ کې د يوه ماشوم په ګډون ۱۵ تنه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4NNxJ
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Michael Bunel/Le Pictorium/picture alliance

لکه څنګه چې ليورپول ته څېرمه د مېرسي سايډ د ښار پوليسو ويلي، لاريون کوونکو يوه هوټل ته مخکې چې پناه غوښتونکي پکې ځای پر ځای شوي دي، پر پوليسو پټاکې غورځولي او د پوليسو يوه موټر ته اور اچولی دی. درې تنه سطحي ټپيان شوي چې يو تن ورڅخه پوليس دی. نيول شوي کسان د ۱۳ او ۵۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري. نښتې هغه مهال پيل شوې کله چې مظاهره چيانو په هوټل کې د ځای پر ځای شويو پناه غوښتونکو په طرف د پيوستون اظهار وکړ.

یوې افغانې ښځې د خپل جنسیت له مخې ډنمارک کې پناه واخیسته

پوليسو څرګنده کړه چې د »ګډوډۍ پارونکو« يوې ډلې په هدفمن ډول »تاوتريخوالی« کړی دی. د کډوالو مرستندويه ادارو ويلي چې د لاريون کوونکو په منځ کې له ښي اړخو ګروپونو سره تړاو لرونکي کسان حاضر ول. د بريتانيې د کورنيو چارو وزيرې، سويلا براورمن، دغه »وحشتناک« عمل غندلی دی. هغې په تويتر کې ليکلي چې د ځينو »پناه غوښتونکو شکمن کړه وړه« بيا هم »هيڅکله د تاوتريخوالي او فشار راوستلو له پاره بهانه« بايد نه وي. د پوليسو د څرګندونو په حواله دغه احتجاج ته تېره اونۍ د يوې بلې پېښې له کبله لمن وهل شوې وه چې د »آوازو او غلطو معلوماتو« له امله يې ترينګلتيا رامنځ ته کړې وه.د ترکيې او يونان له سرحدونو تيريدل «د ژوند او مرک سره لوبه» ده

يوې ۱۵ کلنې نجلۍ په نوسلي کې »د ورنژدې کېدو غيرمناسبې هڅې« رپوټ کړې وې. له دې وروسته يو شل کلن سړی ونيول او بېرته آزاد کړای شو. پوليس وايي چې پلټنې لا دوام لري او دا چې ياده نجلۍ په عيني شاهدانو پسې ګرځي. د ځايي رسنيو په حواله د کورنيو چارو وزارت دغه هوټل د تېر کال راهيسې د پناه غوښتونکو د موقت استوګنځای په صفت کاروي.

آ./ن.ص./ا.ا.