1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

برلین کې د ایران د مظاهرو په ملاتړ پراخې مظاهرې شوي

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

لسګونو زره کسانو د شنبې په ورځ په برلین کې د ایران له اعتراضي حرکت سره په پیوستون کې مظاهرې وکړې. د پولیسو د ویاند په خبره په دغو مظاهرو کې شاوخوا ۸۰ زره کسانو ګډون کړی و.

https://p.dw.com/p/4IZGO
Deutschland | Iran-Demo in Berlin
انځور: Christoph Strack/DW

د المان په پلازمېنه برلین کې دغه مظاهرې د ښځو د یوې ډلې یا کلکتیف له خوا را بلل شوې وې. په واشنګټن او توکیو کې هم په زرګونو کسان د شنبې په ورځ د ایران له مظاهرو سره د پيوستون د نښې ښکاره کولو له پاره سړکونو ته وتلي ول.

د المان د فامیلي چارو وزیرې لیزا پاوس د شنبې په ورځ په تویتر کې لیکلي و: «نن (شنبه د اکتوبر ۲۲ نیټه) زرګونو کسان په برلین کې د ایران له زړورو ښځو او اعتراض کوونکو سره خپل پیوستون ښکاره کوي.» پاوس زیاته کړې ده: «مونږ ستاسې ترڅنګ ولاړ یو.»

مظاهره کوونکو له ځان سره پلاکاټونه لیږدول چې پرې لیکل شوي و "Women Life Freedom"، (ښځې ژوند او آزادي). له مظاهره کوونکو سره د کردستان ډیر شمیر بیروغونه هم لیدل کیدل. په لومړي سر کې پولیسو د ګډون کوونکو شمیر ۳۷ زره ښودلی و. وروسته بیا د پولیسو د یوې چورلکې په مرسته په مظاهره کې د ګډون کوونکو شمیر ۸۰ زره تنه اټکل شو.

اړوند: ایران: په مظاهرو کې شدت او د سفر اړوند د المان نوی خبرداری

د پولیسو د ویاند په خبره مظاهرې په مجموع کې آرامه او بې له کومې لویې ستونزې پای ته ورسیدلې، یوازې ځینې وخت په کې د اور لګوونکو موادو څخه کار اخیستل شوی و.

د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې هم په زرګونو کسان سړکونو ته را وتلي ول، څو د ایران له اعتراضونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. دوی د «ښځې، ژوند، آزادي» او همدارنګه د «د ایران له پاره عدالت» د شعارونو له ورکولو سره د خریدارۍ له ملي مرکز څخه د سپينې ماڼۍ پر لور مارش ترسره کړ.

د لاريون د تنظيم کوونکو په وینا تر ۱۰ زرو ډیرو کسانو په دغو مظاهرو کې ګډون کړی و. ۲۸ کلن مهشید یوازې په مظاهرو کې د ګډون کولو له پاره له بوستون ایالت څخه واشنګټن ته ورغلی و. مهشید چې دری کاله مخکې د تحصیل په خاطر له ایران څخه امریکا ته راغلی دی وایي: «مونږ نور دا مستبد رژیم چې زمونږ بشري حقونه او آزادي راڅخه سلبوي، نه غواړو.»

اړوند: په ايران کې احتجاج؛ امريکا او ایران یې پړه پر يو بل اچولې

په ایران کې د یوې میاشتې راهیسې احتجاجونه جریان لري. د «ګشت ارشاد» یا اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته د اعتراضونو لړۍ پيل شوه. امیني د «نامناسب» پړونې یا څادر په سرولو په دلیل د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه. د مظاهرو لړۍ وروسته له هغې چې مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا په پراخه کچه سرکوبه او وځپل شول، د دغه هیوادونو نورو ښارونو ته هم وغځیدله.

دولتي چارواکي په ډیري موادردو کې د مظاهره کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه استفاده کوي. د بشري حقونو د فعالانو په خبره د سپټمبر میاشتې له نیمایي راهیسې تر اوسه پورې له ۱۲۰ ډیر مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

aa, sn (afp)