1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: ترافیکي پیښې درنه مرګ ژوبله اړولې

شبنم الکوزۍ | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان دي. د دې ولایت سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي او یا نږدې خپلوان دي.

https://p.dw.com/p/4RIck
افغانستان کې ترافیکي پیښې دیرې شوي دي
افغانستان کې ترافیکي پیښې دیرې شوي ديانځور: Asif Waziri/Balkh Province Police Command

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان دي.

 د دې ولایت سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي او یا نږدې خپلوان دي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې خبر ورکوي.

بغلان؛ ترافیکي پېښه کې شپږ کسه مړه شوي دي

باختر اژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعاليت کوي، ليکلي دي چې په دې پيښه کې اووه تنه وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان دي.

دا پېښه د جمعې په ماښام د خاش ولسوالۍ په کوتل کزاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د واده د مراسمو د ګډونوالو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

دبدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي وويل چې د دغې ترافيکي پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې موټر ټول سپاره د یوې کورنۍ غړي یا نږدې خپلوان دي.

د مراکشي ملخانو یرغل د افغانستان د څو ولایتونو کروندې ګواښي

د بدخشان د مرکزي روغتون مسئولينو د دغې پيښې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

په ورته وخت کې په نورستان ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه پیښه هم د یوه موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوې ده. په نورستان ولايت کې سيمه ييزو طالبانو ويلي دي چې دغه پيښه د سړک د خرابيدو له امله رامنځته شوې ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

يو ترکی شرکت په افغانستان کې د بادي بريښنا په برخه کې پانګونه کوي

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټر چلولو د اصولو نه مراعت، زیات سرعت، د موټر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دا ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai