1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بایډن په يوه ټاکنیزه غونډه کې پوتين ښکنځلی دی

۱۴۰۲ اسفند ۳, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن په کاليفورنیا کې د يوې غونډې پر وخت ناڅاپه د روسیې ولسمشر ته ښکنځل وکړل.

https://p.dw.com/p/4cjuA
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډن
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډنانځور: Kent Nishimura/Getty Images

ولسمشر جو بايډن، د چهار شنبې په ورځ په سان فرانسسکو کې د خپل ټاکنیز کمپاين له پاره د بسپنو راټولو په يوه غونډه کې خپل روسی سيال ولاډيمپر پوټین، د « crazy SOB» چې «SOB» د «son of a bitch» ښکنځولو لنډيز دی چې څو ماناوي لرلای شي. لکه: »ارمونی« يا »حرامچک« څخه نيولې تر تحت اللفظي او غيري معمولي ترجمې »د پليتي زوی«. 

بايډن د اقليم بدلون په اړه څرګندونې کولې چې يو ناڅاپه یې وويل «موږ لکه پوټين يو ليونی «SOB» او داسې نور لرو او تل باید د اتومي شخړې په اړه هم اندېښنه ولرو، خو بشريت ته حياتي ګواښ د اقليم دی.

مسکو د دې موضوع په اړه غبرګون ښوولی دی او د کرملين وياند ديميتري پېسکوف، ويلي دي چې له دې ټکو څخه استفاده يوه کمزورې هڅه ده چې د «هاليووډ د کاوبای» په څېر بريښي.

پېسکوف زياته کړه: «دا ناشونې ده چې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د يوه بل دولت د مشر په وړاندې د دې ډول ژبې کارول دې، زموږ ولسمشر ولاډيمير پوټين ته زيان ورسوي.»

هغه زياته کړه: «دا یې د خپل هېواد له پاره يو خجالت دی، يعني د امريکا متحده ایالاتو له پاره.»

بايډن د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې کيدای شي د روسیې په يوه زندان کې د اپوزيسيون د مشر اليکسې ناوالني، د مړينې له کبله امريکا د روسیې پر وړاندې د جمعې په ورځ د بندیزونو يوه نوې او کلکه بسته اعلان کړي.

بایډن پر ترمپ هم نيوکې وکړې

بايډن په سان فرانسسکو کې په يوه شخصي کور کې بسپنه ورکوونکو ته د خبرو په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکي ګوند پر خپل احتمالي ټاکنیز سيال او پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، له دې کبله لفظی حمله وکړه چې خپلې قضايي دوسیې یې د اليکسې ناوالني، له برخليک سره پرتله کړي دي. 

بايډن وويل: «ځيني خبرې چې دا کس یې کوی، لکه د ناوالني سره ځان پرتله کول او دا ويل – دا چې زموږ هېواد کمونيست شوی، نو دی د نوالني په څېر تعقيب شوی دی، زه نه پوهيږم دا له کومه راځي.»

بايډن زياته کړه: «زما د خبرې مقصد دا دی چې که چېرې زه لس پنځلس کاله تر مخه دلته ولاړ وای او داسې يوه خبره مې کړی وای نو آیا داسې به فکر کړی وای چې زه ژمن يم.» هغه زياته کړه: «دا ما ډېر حیرانوي.»

د بايډن تنده ژبه

بايډن له دې څخه د مخه هم د ولسمشر ولاديمير پوتين په اړه تندې خبرې کړي دي او هغه یې په ۲۰۲۲م کال پر اوکراين د يرغل د امر ورکولو له کبله «قصاب» او يو «جنګي مجرم» بللی وو.

ولسمشر جو بايډن، همدا راز نورو ته هم د «SOB» کليمه کارولې ده. د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ مياشت کې بايډن د يوه مايکروفون له لارې چې دی نه پوهيدی چې فعال دی، د فوکس نيوز د سپينې ماڼۍ يو خبريال په دې ټکو ښکنځلی وو .

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)