1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

بایډن: په غزه کې د اوربند موافقې ته رسیدل اوس هم ممکن دي

۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبه

د امریکا ولسمشر اوس هم په غزه کې د اوربند موافقې ته لاسرسی ممکن بولي. دا په داسې حال کې چې حماس د موافقې په اړه نوی وړاندیز رد کړی دی او نتانیاهو یې د اوسني وضعیت مسئول بللی دی.

https://p.dw.com/p/4jcLv
USA Washington | Präsident Joe Biden zur Entscheidung des Obersten Gerichtshofs zur Immunität von Donald Trump
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د غزې په اړه مذاکراتو ته هیله مند دیانځور: Andrew Harnik/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن یو وار بیا ټینګار کړی دی چې په غزه کې د اوربند په اړه د اسرائیل او حماس ترمنځ د موافقې رامنځته کیدل اوس هم ممکن دی.

نوموړي د یکشنبې په ماښام په کمپ ډيویډ کې له خپل استوګنځای څخه د وتلو په وخت کې د مذاکراتو دوام ته په اشارې سره وویل: «موږ به له خپلو هڅو لاس وانخلو. یوې موافقې ته رسیدل ممکن دی.»

د نوموړي مرستیالې کمالا هریس چې په دې ورځو کې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډیره بوخته ده په پنسلوانیا کې د یوه انتخاباتي کمپاین په څنډه کې وویل: «مذاکرات جریان لري او امریکا به تسلیم نه شي، بلکې په شدید ډول به کوښښ وکړي، څو دغه مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.»

هغې زیاته کړه: «موږ باید د موافقې په ترلاسه کولو اوربند ته ورسیږو او همدرانګه د یرغمل شوو خوشې کیدل عملي کړو.»

له نوي طرح سره د حماس مخالفت

په داسې حال کې چې امریکا د هڅو پر جاري ساتلو ټینګار کوي، د حماس ترهګرې ډلې د مذاکراتو په جریان کې مطرح شوې نوې طرحه رد کړې ده او هغه یې د اسرائیل له غوښتنو سره په همغږۍ کې بللې ده.

حماس د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ، هغه طرح چې اوس وړاندیز شوې ده: «د جګړې د دایمي پای ته رسولو او له غزې تړانګې څخه په بشپړ ډول د اسرائیل ځواکونو له وتلو څخه د نتانیاهو د سرغړونې سره همغږۍ ده». حماس همدارنګه ادعا کوي چې د اسرائیل لومړی وزیر د اوربند موافقې ته د رسیدو مخه نیسي.

Gazastreifen Khan Yunis | Israelische Angriffe
په خان یونس کې د اسرائیلي ټانکونو تر برید وروسته له ویشتل شوي ودانۍ گردونه پورته کیږيانځور: Bashar Taleb/AFP/Getty Images

په دوحه کې د مذاکراتو وروستی دور د جمعې په ماښام بې له کومې مشخصې نتیجې پای ته ورسید. حماس په دغو مذاکراتو کې حضور نه درلود. وروسته له هغې درو منځګړو هیوادونو (امریکا، مصر او قطر) په یوه اعلامیه کې وویل په هغه تازه وړاندیز کې چې حماس ته وړاندې شو «باقيمانده تشې ډکې شوي دي».

د بلینکن سفر ته هیلې

امریکا په غزه کې د اوربند یوې موافقې ته د رسیدو د هڅو په لړ کې انتوني بلینکن یو وار بیا سیمې ته استولی دی. دا د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پر اسرائیل د حماسله ترهګریز برید وروسته منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نهم سفر دی.

بلینکن د یکشنبې په ورځ تل ابیب ته ورسید او ټاکل شوې ده چې نوموړی به نن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر یوآوګالانت سره خبرې اترې وکړي. د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره ملاقات هم د بلینکن د دغه سفر یوه برخه ده.

بلینکن به د سه شنبې په ورځ مصر ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پټیل وویل چې بلینکن به د مصر له دولتي چارواکو سره وویني. تمه کیږي چې د غزې د شخړې په اړه مذاکرات چې د جمعې په ورځ په دوحه کې پای ته رسیدلې وې، په روانه اونۍ کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې له سره پیل شي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ له انتوني بلینکن سره د مله پلاوي یوه لوړپوړي غړي ویلي چې د اوربند او یرغمل شوو د خوشې کولو مذاکرات د «عطف په نقطه» کې قرار لري او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اراده لري چې «ټولو اړخونو ته روښانه کړي چې باید یوې موافقې ته ورسیږي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب