1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عربستان خلک له اسرائیل سره د روابطو عادي کیدو ته آماده کوي»

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

په امریکا کي د یهودي مهمو شخصیتونو یوې ډلي، سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کي په ریاض کي  له شپږو وزیرانو سره لیدلي. له هغو څخه یو تن وايي چي د عربستان د گډ دښمن یعني ایران سره د مقابلې له پاره د اسرائيل نظامي توان مهم دی.

https://p.dw.com/p/42d0m
Saudi-Arabien - Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: picture alliance/dpa/SPA

د «اسرائيل نيت» آلمانۍ پاڼي په یوه رپوټ کي سعودي عربستان ته د امریکا د یهودي مهمو شخصیتونو له سفر څخه چي په دا وروستیو کي يې کړی دی، خبر ورکړی دی.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د یهودي بڼسټونو دغو مهمو شخصیتونو، عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کي د نوموړي هیواد له حداقل شپږو وزیرانو سره لیدلي او خبري اتري کړي دي.

د یهودي شخصیتونو له جملې څخه یو تن، فیل روزن یې امریکايي یهودي تجار دی. هغه تر دغو لیدنو کتنو وروسته د "یدیعوت آخرونوت" ورځپاڼي ته ویلي: «سعودیان د خپل هیواد خلګ له اسرائيل سره د روابطو عادي کیدو ته آماده کوي.»

فیل روزن زیاتوي چي د اسرائيل نظامي وړتیا د سعوديانو له پاره مهمه ده، په خاص ډول په هغه ځای کي چي دواړه هیوادونه د ایران د گډ دښمن پر وړاندي قرار لري.

دغه سفر او لیدني کتني په داسي حال کي کیږي چي سعودي عربستان په خپلو رسمي دریځونو کي په وار وار سره اعلان کړی دی چي له اسرائيل سره د اړیکو د عادي کیدو په لټه کي نه دی.

GP/NZ/DW. Farsi