1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن د ځانګړي څېړونکي د رپوټ په ځواب کې: زما حافظه ښه ده

۱۴۰۲ بهمن ۲۰, جمعه

په امریکا متحده ایالاتو کې یوه څېړونکي ویلي دي چې جو بایډن د مرستیال ولسمشر په توګه د دندې له پرېښودلو وروسته په قصدي ډول محرم اسناد له ځان سره ساتلي؛ خو هغه به د دې کار له امله له جرمي تورونو سره مخ نه شي.

https://p.dw.com/p/4cE81
Joe Biden
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

ځانګړي څېړونکي رابرت هر، ویلي دي چې په خپل کور کې د محرمو اسنادو د ساتلو له امله به جو بایډن له جرمي تورونو سره مخ نه شي، ځکه هغه د څېړنو په جریان کې همکاري کړې او کولای شي په محکمه کې د ځانه په اړه «زړه سوځوونکې» دفاع وړاندي کړي.

هر، لیکلي دي: «زه په دې نظر یم، چې بایډن به هغسې چې زما سره يې په مرکه کې وښوده، په محکمه کې د قاضي پر وړاندې د یوه مهربان سړي، خیرغوښتونکي او د کمزورې حافضې لرونکي عمر خوړلي انسان په توګه راڅرګند شي.»

بایډن: زما حافظه ښه ده

جو بایډن ویلي دي چې خوښ دی چې ځانګړي څېړونکي پرته له دې چې پر هغه جرمي تورونه ولګول شي، د محرمو اسنادو سره د هغه د چلن په اړه څېړنه پای ته ورسوله. د سپینې ماڼۍ په له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي: «زه خوښ یم چې وینم هغوی دې پایلې ته رسېدلي دي، چې زه د دې بهیر په اوږدو کې باوري وم، چې په دې قضیه کې تور نه پورې کېږي او اوس دا قضیه پای ته رسېدلې ده.»

دامریکا ولسمشر زیاته کړې: «ما پوره همکاري وکړه، هېڅ خنډ مې جوړ نه کړ او د دې پروسې د ځنډولو په هڅه کې هم نه وم.»

بایډن د پنجشنبې په ورځ له شوره ډکې وینا کې وویل، چې د هغه د حافضې او د محرمو اسنادو د ساتنې په اړه د ځانګړي څېړونکي ځيني څرګندونې ناسمې دي. بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «آن په »دې رپوټ کې« ځینې اشارې شته، چې زما نه دي په یاد، څه وخت مې زوی مړ شوی. هغه څرنګه ځان ته دا اجازه ورکوي، چې دا مسئله مطرح کړي؟« هغه وروسته زياته کړه: «زما حافظه ښه ده.«

بایډن دغه راز ټینګار وکړ، چې باور لري د امریکا د ولسمشرۍ له پاره وړ شخص دی.

اړوند مطالب: امريکا: له اسرائيل او اوکراين سره د مرستو لايحه معرفي شوه

د امریکا ولسمشر جوبایډن او لومړۍ مېرمن جیل بایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن او لومړۍ مېرمن جیل بایډنانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د «نامناسبو څرګندونو» په اړه د سپینې ماڼۍ اعتراض

سپينې ماڼۍ دغه راز خوښي څرګنده کړې، چې د ځانګړي څېړونکي څېړنې پای ته رسېدلي، خو په رپوټ کې یې پر »ناسمو او نامناسبو څرګندونو« نیوکه کړې ده. د سپینې ماڼۍ مدافع وکیل ریچارډ ساوبر په یوې خبرپاڼې کې وویل: «موږ د ځانګړي وکیل په رپوټ کې له یو شمېر ناسمو او نامناسبو څرګندونو سره مخالف یو.»

که څه هم د ځانګړي څېړونکي راپور ډاډ ورکوي چې بایډن به د محرمو اسنادو د "ناوړه استفادې" له امله له محکمې او زندان سره مخ نه شي؛ خو دا چې ۸۱ کلن بایډن هڅه کوي خلکو ته دا قناعت ورکړي، چې هغه د ولسمشر په توګه د یوې بلې څلور کلنې دورې له پاره زوړ نه دی، دا رپوټ کولی شي هغې ته زیان ورسوي.

جمهوري غوښتونکو پر بایډن نیوکه کړې

په همدې حال کې جهوري غوښتونکو د رپوټ پر دې برخه نیوکې کړي، چې بایډن به د هغه د «ډېر عمر او کمزورې حافظې» له امله له قضايي دوسيې سره مخ نه شي. د الاباما ایالت سناتور بیري مور ویلي دي: «زموږ د ښمنان په خوښۍ سره خاندي.»

د استازو د جرګې جمهوري غوښتنکی مشر مایک جانسن، جو بایډن د ولسمشرۍ له پاره نامناسب وباله. هغه چې په ټاکنو کې د بایډن د احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ پلوی دی وویل: «یو څوک چې له محرمانه اسنادو څخه د ناوړه استفادې په اړه ځواب نه شي ورکولی، ډاډه اوسئ چې د سپینې ماڼۍ له پاره هم مناسب نه دی.»

دا روښانه نه ده، چې ایا جانسن به د ټرمپ له لوري د محرمو اسنادو څخه د ناوړه ګټې اخستې په اړه ورته څرګندونې وکړي که نه. د بایډن د قضیې برعکس مخکینی ولسمشر ټرمپ د محرمو اسنادو ساتلو او د دې اسنادو تر لاسه کولو له پاره د حکومت په هڅو کې د خنډ پیداکولو له امله له قانوني تورونو سره مخ شوی. په دې دواړو قضیو کې له توپیرونو سربېره هم ټرمپ ځان د عدلي نظام قرباني بولي او نیوکه یې کړې ده چې هغه له تورونو سره مخ دی، خو بایډن نه دی.

Af/na (Reuters, AP, AFP)

آیا امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل