1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر ترکیې اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې پلوري

۱۴۰۲ بهمن ۷, شنبه

وروسته له دې چې د ترکیې پارلمان په ناټو سازمان کې د سويډن غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه، د امریکا حکومت پر دغه هیواد د اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو او اړونده تجهیزاتو پلورلو ته شین څراغ ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4bkVv
 Taiwan | Taiwanesische F-16-Kampfjets
انځور: PATRICK LIN/AFP/Getty Images

مخکې تر دې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په واضح ډول ویلي وو چې په ناټو کې د سویډن د الحاق تصویبول به د لویدیځ له خوا د وسلو د تړون د تائیدلو پورې ارتباط ولري. اوس چې د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن شاملیدو ته مثبته رایه ورکړه، امریکا هم د اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو او د دغو الوتکو د تجهیزاتو د پلورلو په هکله دغه هیواد ته شین څراغ ورکړی دی.

د شمالي اتلانتیک په پوځي تړون (ناټو) کې د سویډن د غړیتوب موضوع د یوې اوږدې مودې راهیسې د انقرې او لویدیځ ترمنځ د کشمکش او مناقشې سبب وو. خو بالاخره وروسته له شا او خوا ۲۰ میاشتو څخه د سه شنبې په ورځ د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن د شاملیدو غوښتنه تصویب کړه.

سره له دې چې سویډن په ناټو کې د شاملیدو غوښتنه د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې ثبت کړې وه، خو ترکیې په دې تور په ناټو کې د سویډن د شاملیدو بهیر ځنډولی وو چې دغه هیواد د کردستان د کارګر ګوند (PKK) په څیر د «ترهګریزو سازمانونو» پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

بالاخره وروسته له هغې چې سویډن حاضر شو ترکیې ته امتیازات ورکړي، د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې دا ګام باید د دغه هیواد د پارلمان له خوا تصویب شي. خو بیا یې هم هغه د لویدیځ له خوا د وسلو د قراردادونو د تائید پورې مشروطه کړې وه.

اوس پنټاګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت له ترکیې سره د اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو او د دغو الوتکو د تجهیزاتو د پلورلو تړون تصویب کړی دی.

په دغه نوي تړون کې د اف-۱۶ ډول ۴۶ جنګي الوتکې او د ترکیې د جنګي الوتکو د ترمیم له پاره د تجهیزاتو ۷۹ بستې شاملې دي.

د اف-۱۶ جنګي الوتکې په نړۍ کې د موجودو هوایي وسلو یو تر ټولو پیاوړو هغو څخه دي چې د ۲۲ هیوادونو پوځ ترې استفاده کوي. دغه جنګي الوتکې په هر ډول آب و هوا او ډیره ټيټه ارتفاع کې د پرواز کولو وړتیا لري.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح