1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

بامیان کي د ۷ ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونی سیالي پیل سوې

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د «بامیان تور» په نامه د بایسکل ځغلوني سیالي د افغانستان له ۷ ولایتونو څخه د ۴۷ ورزشکارانو په ګډون د بامیان په مرکز کي پيل سوه. مسوولین د دغه ډول سیالیو هدف د نورو ترڅنګ «د افغانستان د ښځو د ملي ټیم  ټاکل» په ګوته کړی.

https://p.dw.com/p/3gW2F
Afghanistan Frauen-Radrennen in Bamyan
انځور: DW/A. Akramy

د افغانستان د بایسکل ځغلوني د ملي فدراسیون مسوولین ددغي سیالۍ د پر لاره اچولو هدف د استعدادونو پیژندل، د ښځو د ملي ټیم ټاکل، د ورزشکارو ښځو تشویق او د بامیان د طبیعي سیمو معرفي کول په ګوته کوي او وايي چي دغه سیالي د دوو ورځو له پاره ده.

په افغانستان کي د ښځو د بایسکل ځغلوني فدراسیون عمومي رئیس فضل احمد فضلي وايي چي په دغه سیالي کي د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، غزني، دایکندي او بامیان ولایتونو نجونو ګډون کړی دی. هغه زیاتوي چي په دغو نجونو کي عالي استعدادونه موجود دي او هیله مند دی چي ددغو ورزشکارانو په انتخاب سره په راتلونکي کي وکولای سوي له بهرنیو هیوادونو سره سیالي وکړای سي او د خپل هیواد له پاره لاس ته راوړني ولري.

Afghanistan Frauen-Radrennen in Bamyan
چارواکي وايي په دغه سیالي کي د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، غزني، دایکندي او بامیان ولایتونو نجونو ګډون کړی دیانځور: DW/A. Akramy

بامیان د کال په ټولو فصلونو کي د کوهنوردۍ، او ژمنیو ورزشونو له پاره تر ټولو مناسب ځای دی او په خاص ډول د پسرلي، دوبي او مني په فصل کي د بایسکل ځغلوني له پاره تر ټولو ښه ځای بلل کیږي.

دغه سیالي د چهارشنبې په ورځ د ۳۰ کیلومتره په واټن ددغه ولایت له شیبر ولسوالۍ څخه پیل او د بامیان په مرکز هوايي ډګر تر سړکه یې ادامه پیدا کړه او ورزشکارانو یو له بل سره سیالي وکړه.

ددغي سیالۍ یوه ګډونواله نوریه وايي چي له درو کلونو راهیسي یې بایسکل ځغلونه شروع کړې او هیله منده ده چي د بایسکل ځغلوني په ملي ټیم کي شامله سي.

Afghanistan Frauen-Radrennen in Bamyan
دغه افغانې ورزشکاراني د ورزشي امکاناتو، لکه بایسکلونو د شتون کمښت څخه شکایت هم کويانځور: DW/A. Akramy

ویل کیږي چي بامیان د امنیت، یو له بله سره زغم، د نجونو ډیر حضور، آزادي، مناسبي هوا، لوړو غرونو، پاخه سړکونو او ښایسته طبیعي منظرو په لرلو سره د بایسکل ځغلوني له پاره تر ټولو غوره ځای دی.

زهرا محمدي چي د بلخ ولایت څخه یې په دغو سیالیو کي ګډون کړی وايي چي بامیان د فرهنګي او ورزشي فعالیتونو له پاره تر ټولو ښه ځای دی، دا ځکه چي دلته خلک د نجونو د فعالیتونو او پرمختګ مخه نه نیسي. هغه زیاتوي چي نجوني دلته د بلخ او د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله آزادانه ګرځي او ورزش کوي او له کوم ټولنیز خنډ سره نه مخامخ کیږي.

Afghanistan Frauen-Radrennen in Bamyan
ددغي سیالۍ یوه ګډونواله نوریه وايي چي له درو کلونو راهیسي یې بایسکل ځغلونه شروع کړېانځور: DW/A. Akramy

خو ورزشکاراني بیا د امکاناتو له کمښت، معیاري بایسکلونو نه درلودلو، د دولت او د ورزش څخه د ملاتړو بڼسټونو له نه پاملرني څخه شکایت کوي او وايي: د ځینو پروژو د عملي کولو له پاره له نجونو څخه ناوړه استفاده کیږي. له بلي خوا بیا د بامیان محلي مسوولین په دغه ولایت کي د ورزشي سیالیو او جشنونو له لمانځلو څخه هرکلی کوي او وايي چي دا کار ځوانانو ته مناسب امکانات برابروي.

دا په بامیان کي د کرونا ویروس له پراخیدو راهیسي لومړنۍ ورزشي سیالي ده چي د هیواد له مختلفو سیمو څخه راغلو ورزشکارانو پکښې ګډون کړی دی.

په تیرو لسو کلونو کي په دغه ولایت کي د سپورت بیلابیلي سیالۍ ترسره سوي چي پکښي د ښځو حضور په ښکاره ډول لیدل کیږي.

د باميان ولايت پورې اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: