1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایرعربیه» هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې ایر عربیه هوايي شرکت یو وار بیا کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې. دغه شرکت نن چهارشنبه خپل لومړی پرواز کابل ته وکړ.

https://p.dw.com/p/4b4bW
 Airbus A320 der Air Arabia Maroc
انځور: Markus Mainka/CHROMORANGE/picture alliance

د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت پر ایکس شبکې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې العربیه للطیران (ایر عربیه) شرکت نن چهارشنبه کابل ته لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.

یاد وزارت زیاته کړې چې تر دې وروسته به یاد هوايي شرکت کابل ته په عادي ډول خپلو الوتنو ته دوام ورکوي. څه موده وړاندې فلای دوبۍ شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړي وې.

د ۲۰۲۱ کال اګست پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راوروسته بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.

د پخواني جمهوري نظام د سقوط په ورځو کې د کابل هوايي ډګر
د پخواني جمهوري نظام د سقوط په ورځو کې د کابل هوايي ډګرانځور: AP/picture alliance

د نړیوالو الوتنو بندیدو افغانستان کې او له افغانستانه بهر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. په داسې حال کې چې لا هم د طالبانو اداره د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو وخت ناوخت د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د دغې ډلې د سفارتي او اقتصادي اړیکو خبرونه ورکول کېږي. «اير عربيه» هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو په شارجه کې مقر لري او د ارزان بيه پروازونو زمينه برابروي، د تېر کال ډیسمبر کې یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل ته د پروازونو د پیلولو خبر ورکړی و.