1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني چارواکو د اوسکار جایزې ګټونکي فلم هنرمنده نيولې

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

ایراني چارواکو د دغه هیواد د اوسکار جايزې ګټونکي فلم اکټره نيولې ده. حکومتي خبري آژانس ایرنا ويلي دي چې ترانه علي دوستي د شنبې په ورځ په ایران کې د روانو اعتراضونو په هکله د ناسمو معلوماتو د خپراوي په تور نيول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4L7uP
ایرانۍ فلمي اکټره ترانه علي دوستي
ایرانۍ فلمي اکټره ترانه علي دوستيانځور: Anne-Christine Poujoulat/Getty Images/AFP

ایرنا زیاته کړې چې د اوسکار جایزې ګټونکې فلم «فروشنده» (پلورونکي) کې رول لوبونکې دغې هنرمندې پر انستاګرام د ایران په اعتراضونو کې د جرم د ارتکاب په تور د لومړني اعدام شوی نارینه تر اعدام یوه اوونۍ وروسته، له هغه سره د پیوستون او خواخوږۍ يو پُست خپور کړ.

«ایران باید په عاجل ډول د سرکوبونو په هکله ځواب ووایي»

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه اوس خپلې درېمې میاشتې ته رسېدلي. په دغه موده کې د فوټبالرانو، فلمي اکټرانو او بانفوذه څیرو په څير کسان نيول شوي چې د علي دوستي نيونه ېې وروستۍ پېښه ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي

د دولتي خبري آژانس پر ټيلګرام چينل خپور شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې میرمن علي دوستي د دې له پاره نيول شوې چې هغې په پُست کې د خپلې ادعا په اړه کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

د اسوشتید پریس په حواله علي دوستي د ایران د سږنيو اعتراضونو څخه مخکې هم د ایران پر حکومت او پولیسو په کراتو نیوکې کړې دي.

په ایران کې یو لاریون کوونکی اعدام شوی دی

له پاريس څخه د فرانسې خبري آژانس بيا رپوټ ورکوي چې د مشهوري څېرو او بشري ډلو د يکشنبې په ورځ پر ایران غږ وکړ تر څو ترانه علي دوستي له توقیفه آزاده کړي. یاد آژانس، ۳۸ کلنه علي دوستي، د ایران د اعتراضونو پر مهال، تر اوسه د نیول شوو کسانو په ډله کې تر ټولو مشهوره څيره ښودلې ده.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب