1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې یو لاریون کوونکی اعدام شوی دی

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د ایران په یوشمیر ښارونو کې پراخ لاریونونه لاهم دوام لري، د ایران حکومت وايي چې په تهران کې یې یو مظاهره کوونکی اعدام کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KftL
Symbolbild Iranische Aktivisten werden zum Tode verurteilt
آرشیف: ویل کیږې په ایران کي فعالین په اعدام محکوم شوې انځور: Zuhal Demirci/AA/picture alliance

د ایران د اسلامی جمهوریت قضائیه قوې اعلان وکړ چې محسن شکاري، یو له اعتراض کوونکو کسانو څخه وو چې په تهران کې اعدام شو، نوموړی په تهران کې د ستار خان واټ د تړلو او د ځپونکو ځواکونو د یو تن په ټپي کولو تورن شوی وو.

محسن شکاري د لېندۍ میاشتې پر درېیمه ونیول شو. د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هغه لومړنۍ محکمه د لېندۍ مياشتي پر لسمه نېټه ترسره او په اعدام محکوم شو.

خو په ورته وخت کي په ایران کي لاهم اعتراضونه دوام لري.

په ټولنيزو شبکو کې د عيني شاهدانو له خوا د خپرو شويو راپورونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ د ١٦مې نېټې تر ماښامه په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو لاريونونو دوام درلود او پولیسو د پنجشنبې تر سهاره پورې مظاهره چیان تعقیب ول.

هغه وېډیوګانې چې په یوشمیر رسنیو او ټولنیزو شبکو کي خپریږي ښې چې د ایران ښارونو په لارو کوڅو کې د ځوانانو له شتون نیولې پر دیوالونو شعارونه او په ليرو کوڅو کي د اور لګیدل ښې چې دا د اعتراضونو ډولونو ښيي.

ایران: څلور کسان د اسرائیلو سره د همکارۍ په تور اعدام سول

یوه ویډیو چې په چټکۍ سره د پنجشنبې تر سهار پورې په شبکو کې خپره شوې وه، ښیې چې د دولتي ځواکونو څخه یو یې له خورا نږدې واټن څخه د توپک ډزې کوي.

په بهر کې د ایرانیانو هڅې

په دې ورځو کې په بهر کې ایرانیان په ټولنیزو شبکو کې مظاهره چیانو ته د مرګ سزا د صادرولو د خبرونو په اړه غواړي د ډیرو کسانو پام یادې موضوع ته ور واړوي او په دې موخه فعالیت کوي، د دوی فعالیتونه د دې لامل شوي چې یو شمیر لویدیځ سیاستوال او مشهور شخصیتونه او د بشري حقونو سازمانونه په دې برخه کې لا فعال شي.

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د محصلینو د مظاهرو یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، «دا هغه څه دي چې د ایران رژیم ېې د ځمکې پرسر فساد بولي او خبرداری ورکوي چې اعدامونه پیل شوي دي«.

بله خوا هیچکس یو مشهور ایرانی رپر دی چې د معترضینو د ځپلو پر وړاندي اعتراض کوي.

آرشیف: د سیاسي بندیانو د اعدام د پړی سره د ګل ایښودل
آرشیف: د سیاسي بندیانو د اعدام د پړی سره د ګل ایښودل انځور: Loredana Sangiuliano/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

د بشری حقوقو د مدافعانو د رپوټونو له مخې د ایران اسلامی جمهوریت قضائیه قوې تراوسه ۱۱ مظاهره چیانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

د وژل شویو او نیول شویو کسانو شمېرې د ایرنا خبری اژانس د راپور او په ایران کې د بشری حقوقو د کارکوونکو د خبر له مخې د ایران د پاڅون له پیل څخه د لیندۍ مياشتي تر شپاړسمې پورې د ۶۵ ماشومانو او تنکیو ځوانانو په شمول ۴۷۵ کسان د ایران په ۱۶۰ ښارونو کي وژل شوې دي او همدا شان په یادو اعتراضونو کي ۶۱ دولتي ځواکونه هم وژل شوې دي.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، تر ټولو زیات وژل شوي کسان په ترتیب سره د سیستان او بلوچستان، کردستان او د لویدیځ آذربایجان، تهران او مازندران ولایتونو کي دي.

آلمان: د ایران په اعدامونو کې د رئيسې له نقش څخه خبر یو

د بشري حقونو د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم وویل: »د حکومت په محکمو کې د اعدام سزا صادرول، چې د عادلانه اجراتو لږ تر لږه معیارونه نه لري، په پام کې لري چې د مظاهره چیانو بې عدالتي وژنې ته دوام ورکړي. د دا ډول جنایتونو پلان ته باید د نړیوالې ټولنې له خوا سخت غبرګون وښودل شي.«

د نیول شویو کسانو شمېر تر ۱۸۲۴۰ ډېرې اټکل شوی دی. د امریکا د سنا مجلس د مظاهره چیانو ملاتړ وکړ.

د چهارشنبې په ماښام د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د ایراني اعتراض کوونکو په ملاتړ یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

په پرېکړه ليک کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن له حکومته غوښتل شوي چې د ايران د حکومت له لوري د بشري حقونو د سرغړونې او د لاريون کوونکو د ملاتړ له امله پر ايراني چارواکو او بنسټونو نوي بنديزونه ولګوي.

په لږو هيوادونو کي ډېر اعدامونه

په دغه پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې په ايران کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او په دغه هيواد کې د بشري حقونو د سرغړونکو د حساب ورکولو له پاره لا زياتې هڅې وکړي.