1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په سعودي کي خپل سفارت بیرته پرانیست

۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه

تر اوو کلونو وقفې وروسته ایران یو ځل بیا په عربستان کي خپل سفارت پرانیست. د العربیه ال حدث تلويزيون د رپوټ له مخي، سفارت د سې شنبې په ورځ په ریاض کي پرانیستل سو.

https://p.dw.com/p/4SHeo
Flaggen I Iran und Saudi-Arabien
انځور: Daniel0Z/Zoonar/picture alliance

د نوموړي رپوټ له مخي د دواړو هیوادونو ترمنځ بیا نیژدو کیدو ته په کتو سره به د چهارشنبې په ورځ په ساحلي ښار جده کی د ایران قونسلگري هم خپل فعالیت له سره پیل کړي.

په می میاشت کي لا ایران د خلیج د دغه بانفوذه هیواد له پاره خپل یو سفیر نومولی وو. همدارنگه سعودي عربستان هم غواړي خپل سفارت په ایران کي بیرته پرانیزي. د هغه د پرانیستلو دقیق وخت لا معلوم نه دی.

د چین په مرسته دغو دواړو هیوادونو پس له اوو کالو وقفې وروسته له مارچ میاشتي راهیسي خپلي اړیکي بیرته سره نیژدې کړي دي.

عربستان او ایران د اړیکو د ښه والي له پاره عملي ګامونه پورته کوي

په اپریل میاشت کي دواړو سیالو هیوادونو د خپلو خارجه وزیرانو تر لیدني کتني وروسته اعلان وکړ چي د هغوی ترمنځ به بیرته الوتنې پیل سي او د ویزې ورکول به د دواړو هیوادونو اتباعو ته آسانه کړای سي.

ایران او سعودي عربستان په سیمه کي د خپل سیاسي او پوځي اغېز له پاره هلي ځلي کوي. د دوی ترمنځ نیژدیوالی به د ډیرو پرمختگونو سبب سي. همدارنگه له داخلي جنگونو څخه اغیزمن سوي یمن له پاره، چېري چي هیوادونه د سیالو اړخونو ملاتړ کوي. 

GP/NZ/AG