1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تیاره بېلانس وړاندې کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

په غزه کې وضعيت ته په کتلو سره د بخښنې نړيوال سازمان د آلمان پر حکومت او اروپايي ټولنې د دوه ګوني سیاست تور لګوي. په نوي کلني رپوټ کې دې سازمان د نړيوالو توافقونو له پامه غورځولو څخه شکایت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4f7cj
ايمنسټي په غزه کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو څخه شکايت کړی
د بشري حقونو وضعيت: په خان يونس کې ويجاړۍانځور: Ali Jadallah/Anadolu/picture alliance

ايمنستي انترنيشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان په ټوله کې د بشري حقونو له وضعيت څخه په ډېرو ډراماتیکو الفاظو سره شکايت کړی دی او په دې مورد کې یې د يوې تاريخي برخې څخه خبره کړې ده.

د بشري حقونو دې سازمان په خپل د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي کلني رپوټ کې د دې وضعيت له پاره په منځني ختیځ کې د شخړې له پراخیدو سره نړيوال سياسي چلن او د ملکي فلسطيني وګړو د ساتنې په موخه د هلو ځلو کمښت ګرم يا مسئول بللی دی.

د ايمنستي انترنيشنل د آلمان د برخې مشرې يوليا دوخروف، ویلي دي چې د آلمان حکومت اسرائيل او نورو په جګړه کې ښکيلو اړخونو ته د وسلو د ورکړې اجازه نه لري.

نوموړې په ځانګړي توګه د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې پر تګلاره نيوکې وکړې.

په منځني ختیځ کې د اروپايانو پر «دوه مخي» سياست نیوکې

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د ټولې نړۍ د انسانانو له پاره «د غزې تراډې واقعات» د هغو بنسټونو د ناکامۍ سمبول دی چې تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته باید د نړيوالتوب د اصل مراعتول، زموږ ګډ انسانيت ته پاملرنه او د «بيا هیڅکله نه» ژمنه تضمين کړي.

په دې ترڅ کې ايمنستي د اسرائيلي او امريکايي چارواکو ترڅنګ د «يو شمیر اروپايي دولتونو او حکومتونو د مشرانو او اروپايي اتحادیې د مشرتابه غړيو يادونه وکړه. رپوټ ويلي د دوی چلن «له دوه ګونو معيارونو» څخه خبره کوي.«

د ۲۰۲۳م په اکتوبر مياشت کې د حماس ترهګرۍ ته په کتلو سره ايمنستي د «ناوړه جنايت» څخه خبره کړې. د دې بريدونو په ترڅ کې د حماس ډلې چې د امريکا، اروپايي ټولنې او يو شمير نورو هېوادونو له خوا د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي شوې، کابو ۱۲۰۰ انسانان ووژل او کابو ۲۴۰ یې غزې تراډي ته له ځانه سره يرغمل يووړل.

د يوليا ډوخروف، په خبره د بخښنۍ نړيوال سازمان نه د حماس او نه هم د نورو سازمانونو له پاره د «ترهګریز سازمان» کليمه کاروي ځکه په خبره یې دا اصطلاح د نړيوالو اصولو له مخې تعريف شوې نه ده.

د بخښنې نړيوال سازمان په دې رپوټ کې راغلي دي چې د اکتوبر تر ۷مې نيټې وروسته اسرائيل په «غچ اخیستونکو ګامونو» سره ځواب ورکړی چې دا «د ډله ایزې جزا مترادف دي.» په رپوټ کې تور لګول شوی دی چې ملکيان او ملکي زيربناوې په «قصدي توګه او بې له توپيره ويشتل» شوي.

ايمنستي زياته کړې ده چې اسرائيلي اړخ بريدونه داسې وړاندې کوي «لکه دا چې له نړیوالو بشري حقونو سره سمون لري. خو په حقيقت کې د دې نورم له اصل څخه سرغړونه دي.»

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د غزې تراډې د ټولو اوسيدونکو له پاره اوسنی وضعيت د ۱۹۴۸م کال د «نکبه» څخه «ناوړه» دی. نکبه چې د ناورين يا بدبختۍ په معنا دی، فلسطينيان یې د اسرائيل د دولت بنسټ ايښوونې ته وايي چې په نتیجه کې یې له تاوتريخوالي ډکې پېښې او د سونو زرو فلسطينيانو د شړل کيدو او تېښتې باعث شو.

د بخښنې پر نړيوال سازمان تل د اسرائيل له لوري نيوکې کيږي.

نړۍ له بشري حقونو پرته کلونو ته تللې

د بخښنې نړيوال سامان عمومې مشرې اګنس کلامارد، په رپوټ کې وايي چې نړۍ بيرته د ۱۹۴۸م کلونو وخت ته تللې ده کله چې هیڅ ډول پر ټولو صدق کوونکي نړيوال بشري قوانين موجود نه ول.

دا په خټه فرانسوۍ وایي چې په ۲۰۲۳م کال کې «اخلاقي او قانوني سټې يا ستنې» لړزيدلي دی. دا په ډېرو هېوادونو کې د بيان او راټوليدو حقونه، د جندر مساوات او جنسي او توليدي [زيږون] حقونه کمروزې کوي.

پر اوکراين د روسیې د تیري او د چين له لوري د نړيوالو حقونو څخه سرغړونه هم د رپوټ يوه موضوع ده. ويل شوي چې پر اوکراين د روسیې «دوام لرونکی برید له جنګي جنايتونو سره مل دی.»

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

په رپوټ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د يوه بل مثال په توګه د سوډان جګړه ياده شوې ده چې دواړه ښکيل اړخونه پکې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

مطلق العنان سیسټمونه او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول

د بخښنې نړيوال سازمان پر هغو انسانانو د مخ پر زياتيدونکي فشار څخه خبره وکړه چې د اقتصادي او ټولنیزو حقونو له پاره مبارزه کوي. د رپوټ په حواله دا د مثال په توګه پر بريتانيا، هنګري او هند صدق کوي.

په دې ترڅ کې د مثال په توګه هغه نقش لرونکي چې د اقليم د ساتنې له پاره هلې ځلې او د فوسيلي سوند توکو پر پراخوالي نيوکې کوي، د «ترهګرو» په توګه ياد شوي دي.

د ښځو حقونو په برخه کې ايمنستي په افغانستان او ایران کې پر ښځو د نورو محدوديتونو له کبله شکايت کړی دی.

د رپوت په حواله په ایران کې د هغو ښځو پر وړاندې چې مخونه نه پټوي، د مخ پيژندونکي سافت وير څخه کار اخیستل شوی دی. د بخښنې نړيوال سازمان پر دې سربیره په امريکا او پولند کې د ميندوارۍ د له منځه وړلو قانوني مقرراتو په برخه کې هم د منفي پرمختګ څخه خبره کې ده.

د بخښنې نړيوال سازمان همدا راز له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د ال جی بي ټي کیو کسانو د حقونو محدود کولو څخه هم شکايت کړی دی.

ياد سازمان په خپل رپوټ کې د نوې تکنالوژۍ او مصنوعي ځېرکتيا خطرونه هم مطرح کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (کرستوف شتراک)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب