1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د نجونو د مسموميت په تړاو له ۱۰۰ د ډېر کسان نیولي

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

په ايران کې د ښوونځيو د نجونو د مسمومولو په تړاو حکومت له سلو زيات کسان نيولي دي. د ایران د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه کسان د يادو پېښو «مسئوليت» لري.

https://p.dw.com/p/4OZGX
Iran Schule Vergiftung Mädchen
انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

د ايران ايرنا خبري آژانس د شنبې په ماښام رپوټ ورکړی چې دغه له سلو زيات کسان «پېژندل شوي، نيول شوي او پلټنې يې په وړاندې پيل شوې دی.»

د نيول شوو کسانو په ډله کې د ايران د کورنيو چارو وزارت په حواله داسې کسان هم دي چې »دښمنانه انګيزې« لري. په خبره يې دغو کسانو غوښتل چې خلک ووېروي څو دغه کار »د ښوونځيو د تړل کېدو« باعث وګرځي. دا يې هم ويلي چې »له نېکه مرغه« د تېرې اوونۍ د نيمايي راهيسې د مسموميت د پېښو شمېر ډېر راکم شوی او د ناروغو شوو زدکوونکو په هکله نور رپوټونه نه دي تر لاسه شوي.ایران: تر سلو ډیر ښځینه زده کوونکي په ګازو مسموم شوي

د نومبر مياشتې د پای راهيسې د ايران د نجونو په ښوونځيو کې د ډليز مسموميت پېښې ثبت شوې دي. په زرونو نجونو د زړه بدۍ او تنفسي مشکلاتو څخه شکايت کړی و، وروسته له دې چې د ښوونځي په احاطه کې يې »نامطبوع« بويونه حس کړي وو.

د رسمي شمېرو له مخې ټول ټال ۵۰۰۰ نجونې په ۲۳۰ ښوونځيو کې د ايران له ۳۱ ولايتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې اغېزمنې شوې وې. ايراني چارواکي داسې انګېري چې د مسمومولو د پېښو تر شا ښايي اصلي هڅه دا وي چې نجونې ښوونځيو ته له تللو څخه منع شي. خو د دغسې پېښو تر شا اصلي انګيزه لا معلومه شوې نه ده.   

د ايران د کورنيو چارو وزارت اوس دغو پېښو ته په البانيا کې مېشتې د اپوزيسيون يوې ډلې سره تړاو ورکړی دی. د ايران ولسي مجاهدين چې مجاهدين خلق هم بلل کيږي، د ايران له خوا د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کيږي.

د ايرنا آژانس په رپورټ کې راغلي دي چې د شکمنو کسانو په وړاندې پلټنې دوام لري او دا چې »د هغوی ممکن تړاو له تروريستي سازمانونو لکه مجاهدين خلق« سره څېړل کيږي.