1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین پر سومي ښار د توغندیز برید خبر ورکړی دی

۱۴۰۳ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

اوس هم د روسیې پر کورسک سیمې د اوکراین تعرضي بریدونه دوام لري. روسیه له هوايي بریدونو څخه په استفادې هڅه کوي چې د «سومي» ښار له لارې د پرمختګ له پاره د اوکرایني ځواکونو د تدارکاتو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/4jQGZ
Russland Region Kursk | Eine Kolonne von Lastwagen der russischen Armee
په کورسک سیمه کې د روسیې نقلیه وسایط چې د اوکرایني ځواکونو تر برید لاندې راغلي ديانځور: Anatoliy Zhdanov/dpa/Kommersant Publishing House/AP/picture alliance

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د اوکراین په ختیځ کې د «سومي» ښار د شپې په اوږدو کې د روسي توغندیو په وسیله هدف ګرځول شوی دی.

اوکرایني لوری معمولاً د احتمالي پوځي بریدونو په هکله خپل نظر نه څرګندوي. اوکرایني سرتیرو چې له یوې اونۍ راهیسې یې د روسیې پر کورسک سیمې بریدونه پیل کړي دي، د سومي له لارې خپل تدارکات ترلاسه کوي.

د اوکراین د هوایي ځواکونو په حواله روسي پوځ تیره شپه د «اسکندر» ډول دوه بالستیک توغندي او ۳۸ جنګي بې پیلوټه الوتکې د اوکراین پر لور توغولي دي. ویل شوي چې ۳۰ بې پيلوټه الوتکې خنثی کړای شوي دي. د اوکراین په ډیرو برخو کې په پراخه پيمانه د شپني خبردارۍ غږونه اوریدل کیدل.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې تیره شپه ۱۴ بې پیلوټه الوتکې خنثی شوي دي چې اکثره یې د کورسک پر سیمې د پرواز په حال کې ول. دغه نظامي اطلاعات معمولاً په خپلواکه توګه نه شي تائیدلی.

د روسیې په خاوره کې د ۱۰۰۰ کیلومتره پرمختګ ادعا

د کیف له لورې د روسیې په خاوره کورسک سیمه کې د اوکراین د برید په هکله هیڅ ډول اطلاعات نه دي وړاندې شوي.

هغه رپوټ چې اوکرایني ځواکونه یې معمولاً د سهار له خوا خپروي په هغې کې د جبهې په نورو ټولو برخو او د ۱۳۴ انفرادي نښتو د وضعیت په اړه د دوشنبې په ورځ خبر ورکړل شوی دی، خو کورسک ته پکې هیڅ اشاره نه ده شوې.

د ټولو ځواکونو عمومي قوماندان اولکساندر سیسکیاما د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع سیمې کنترول په خپل لاس کې لري. خو د روسیې نظامي کتونکي تصور کوي چې روسي ځواکونه په تدریج سره توانیږي چې د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

اوکراین له نږدې دوه نیمو کلونو راهیسې د روسیې د یرغل په مقابل کې له خپل ځان څخه دفاع کوي او د لومړي ځل له پاره یې جکړه د دښمن خاورې ته انتقال کړې ده.

په اتومي دستګاه کې د اورلګیدنې علت معلوم نه دی

د روسیې تر کنترول لاندې د اوکراین په خاوره کې د زاپوریژیا زیانمن شوي اټومي بټۍ د سړونکي برج له ارزیابۍ وروسته، د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په سمدستي توګه نه دی توانیدلی چې د اونۍ په پای کې د رامنځته شوي اور لګیدنې علت معلوم کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس (IAEA) واضح کړې ده چې «د مخکنیو موندنو پر اساس څیړونکې ډله نه ده توانیدلې چې د اور لګیدنې د علت په هکله قطعي نتیجه ګیري وړاندې کړي.» زیاته شوې ده چې په دغو تحقیقاتو کې د بې پیلوټه الوتکو د بقایاو مستقیمې نښې نښانې نه دي موندل شوي.

همدارنګه ویل شوي دي چې امکان نه لري چې په لومړي سر کې دې اور لګیدنه د سړونکو برجونو څخه پيل شوې وي.

نه هم مسکو او نه هم کیف د رادیو اکتیف شعاو د کچې زیاتیدو خبره کړې ده. دواړه خواوی په دغه له کاره لویدلي اټومي بټۍ کې د اور لګیدنې پړه پر یوه بل ور اچوي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید او کیف د روسیې د بې پروایئ خبره کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟