1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د یو اوکریني چارواکي د معلوماتو له مخي، له هغه وخته چي روسيې پر دغه هیواد برید کړی، تر ۹۰۰۰ ډېر ملیکان وژل سوي دي. په دې حال کي د اوکراین د ولسمشر مشاور د خپلو څرګندونو د نیوکو په ځواب کي له دندي استعفاء کړې ده.

https://p.dw.com/p/4MMHj
Ukraine | Russischer Angriff in Cherson
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

د اوکراین حکومت د یوه چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، له هغه وخته چي روسيې پر دغه هیواد برید او جګړه پېل کړې تر ۹۰۰۰ ډېر عام خلک  وژل سوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر اندري پرماک په داووس کي ویلي دي، چي ۴۵۳ کوچنیان هم په قربانیانو کي شامل دي. د هغه په خبره، هیواد يې تر ۸۰ زره ډېر جنګي جرمونه هم ثبت کړي دي، هغه زیاته کړې ده: «هر مجرم باید ځواب ووايي.»

دغه اطلاعات په خپلواک ډول تراوسه نه دي تایید سوي.

اړوند: زیلنسکي: د دغو جنګي جنایتونو غچ اخلو

د اوکراین د ولسمشر د مشاور استعفا

د اوکراین د ولسمشر مشاور الکسي آریستو ویچ وروسته له هغه له خپلي دندي لاس په سر سو، چي پر دنیپرو ښار د هوايي برید په اړه د هغه څرګندوني تر نیوکو لاندي راغلې.

په یاده سیمه کي یو روسی راکټ د ملکي خلکو پر کور وموښتی، چي ۴۱ ملکیان پکښې ووژل سول، په هغه وخت کي ده ویلي ول چي ښايي «Kh-22» راکیټ د اکراین د هوايي دفاع له سیسټم څخه توغول سوی وي.

اړوند: امریکا: مسکو پر اوکراين د حملې له پاره پلمه جوړوي

په هغه وخت کي د ده دغو څرګندونو  له هري خوا توندي نیوکي راوپارولې، اوس اولکسي پر فېسبوکپاڼه د قربانیانو له کورنۍ اود دنیپرو له خلکو څخه د ناسمو توضحیاتو له امله بخښنه غوښتې ده.

دغه ۴۷کلن پر فېسبوک لیکلي دي: « غواړم، چي تاسو ته له ځانه یو متمدنه کړنه وښييم.» د ده په خبره، اوکراین اوس نه سي کولای چي د روسيې دغه ډول توغول سوي راکیټونه شنډ کړي.

یوولس میاشتي کیږي چي روسي ځواکونه په اوکراین کي موجود دي او د دغه هیواد پر وړاندي جنګیږي. اولکسي آریستوویچ د ۲۰۲۰م کال راهیسي د اوکراین په ولسمشرۍ ماڼۍ کي کار کاوه.

(Reuters,dpa) pa/af