1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«روسي پوځ د اوکراين ۹ بې پلوټه الوتکې وويشتلې»

۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبه

د روسيې د هوايي دفاع ځواک د کريميا پر سېواستوپول بندر د اوکراين ۹ بې پلوټه الوتکي ويشتلي او له منځه يې وړي دي. دا خبره د يادې سيمې والي کړېده.

https://p.dw.com/p/4Txnt
Ukraine-Krieg | Aufklärungsdrohne ukrainische Armee
د اوکراِين د جاسوسي بې پلوټه الوتکې آرشيف انځورانځور: Sofiia Gatilova/REUTERS

د سېواستوپول والي، ميخايل رازوږايف چې د ماسکو لخوا پر دغه چوکۍ کښېنول شوی دی، د اوکراين د بې پلوټه الوتکو د ويشتل کېدلو خبر يې ورکړی دی. هغه د تليګرام پر مسنجر په یوه خپاره شوي پیغام کې ويلي دي: «نه په ښار کې او نه هم په اوبو کې کومو څيزونو ته زيان اوښتی.» په وينا يې د کريميا پر بندر دغه عمليات د يکشنبې (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۶ نېټه) په سهار وختي شوي.

دغه هم ولولئ:  د واګنر ډلې جنګیالي اوس هم په اوکراین کې جنګیږي؟

د والي په وينا دوې بې پلوټه الوتکې په سمندر کې راوغورځول شوې، پنځه نورې بيا د برېښنايي جګړې لپاره د روسيې د خاص پوځ له خوا لاندي را اچول شوي دي. رازوږايف زياته کړېده چې د اوبو د سر دوې اوکرايني وسېلې پر باندني ساحل له منځه وړل شوي دي.

رازوږايف ويلي دي چې دغه بريدونه د سېواستوپول د بندر، د بالاکلافا او خېرسون ښارونو پر سر وشول.

د يکشنبې په ورځ سهار وختي سمندري ترانسپورت د څو ساعتونو لپاره معطل کړل شوی و. دا خبره د ماسکو له ملاتړ څخه برخمنې ادارې د تليګرام په خپله اعلاميه کې کړېده.

دغه هم ولولئ:  اوکراین: د امریکا د کلسټر بمونو لومړۍ کارګو راورسیده

اوکراين تر اوسه پورې په دې هکله تبصره نه ده کړې. کريميا د اوکراين هغه نيمه ټاپو برخه ده چې روسيې په ۲۰۱۴ کال د ځان سره الحاق کړه.

اوکراين تقريبا هيڅکله د داسي بريدونو مسؤليت نه مني چې هغه په روسيه کې دننه او يا هم د روسيې تر کنټرول لاندې سيمو کې شوي وي. خو اوکراين په تيرو مياشتو کې ويلي چې د روسيې د نظامي بنيادي جوړښتونو تخريب د اوکراين له تعرضي عملياتو سره مرسته کوي.

آ./ا.ا./ز.ن.

 

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟