1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين ۳۰۰ میليارده يورو تاوان غواړي

۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعه

د اوکراين حکومت له روسیې څخه د سونو ميلياردو يورو تاوان غوښتنه کړې ده. ويل شوي چې دا پېسې بايد د اوکراين په بيا رغونه مصرف شي. په دې منځ کې د اوکراين پوځ په جنوب او ختيځ کې د ځينو ښارونو د بیرته نيولو ادعا کړې ده.

https://p.dw.com/p/4GdKU
Ukraine-Krieg | Ukraine fordert 300 Milliarden Entschädigung
انځور: Cover-Images/IMAGO

د اوکراين د عدلیې وزير دينس ماليوسکا په حواله هيواد یې له روسیې څخه د لږ تر لږه ۳۰۰ میلياردو يورو چې کابو همدومره ډالر کيږي، د جګړې د تاوان غوښتنه کړې ده.

نوموړي د آلمان د فونکه رسنيزي ډلې سره په مرکه کې ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې یې حکومت د يوه پريکړه ليک تصويبول غواړي چې له مخې یې د جبران د يوه نړيوال ميکانیزم له پاره د بنسټ ډبره کېښودله شي. هغه زياته کړې: «موږ د ټولو هغو زيانونو تاوان غواړو چې روسیې په اوکراين کې پخپل يرغل سره رسولي دي.»

د روسیې له خوا پر اوکراين د يرغل له کبله اوښتي زيانونه تر اوسنيو اټکلونو ډېر لوړ دي. خو ۳۰۰ میليارده امريکايي ډالر د روسیې د ملي بانک هغه مقدار پېسې دي چې اوس په «جي – ۷» هيوادونو کې پر روسیې د بندیزونو په ترڅ کې کنګل کړای شوي دي.

مليوسکا دغو پېسو او همداراز په بهر کې د روسیې د دولتي شرکتونو شتمنيو او د روسيې د تیلو د اوليګارشانو يا شتمنو کسانو ضبط شوو شتمنيو ته د لاس رسي غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي وزير وويل چې آلمان بايد په دې اړه معلومات ورکړي چې څومره روسي سرمايه په دې هيواد کې پرته ده. د هغه په خبره د برلين حکومت بايد همداراز په ملګرو ملتونو کې د اوکراين په نظر کې د نيول شوي پريکړه ليک ملاتړ هم وکړي.  

اوکراين د نورو سيمو د نيولو خبره کړې

د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي او د پوځي چارواکو د معلوماتو په حواله د اوکراين پوځ د روسیې ځواکونه نور هم پر شا تمبولي دي. د پوځ يوه استازي اولیکسې ګروموف ويلي دي چې د هيواد په شمال ختیځ کې د خارکيف په سيمه کې اوکرايني قطعات د دښمن له خوا په نيول شوې سيمه کې ۵۰ کيلومتره پرمخ تللي دي.

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

نوموړي همدا راز د اوکراين په جنوب او ختیځ د دونباس په سيمه کې د نورو سيمو د بيرته نيولو اعلان هم کړی دی. ګروموف وويل چې اوکرايني ځواکونه په جنوب کې د روسیې له خوا په نيول شويو سيمو کې تر ډېره ننوتلي او «يو شمير سيمې یې آزادې» کړي دي.

د ولسمشر زيلنسکي په حواله اوکرايني ځواکونو د سپتمبر مياشتې له پېل راهيسې تر ۱۰۰۰ کيلومتره مربع ډېره ساحه له روسي ځواکونو څخه بيرته نيولې ده. زيلنسکي په خپله ورځنۍ ويديويي وينا کې وويل: «اوکراين آزاد دی او آزاد به وي.»

په خارکيف کې د اوکرايني ځواکونه د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي
په خارکيف کې د اوکرايني ځواکونه د پرمختګ خبرونه ورکړل شويانځور: Orlando Barría/Agencia EFE/IMAGO

خو د مخکنيو معلوماتو په حواله اوس هم په اوکراين کې ۱۲۵ زره کیلومتره مربع ساحه د روسي ځواکونو په کنترول کې ده چې دا د کريميا د نيمه ټاپو په شمول د اوکراين د دولتي ساحې يو پر پنځمه برخه ده.

تر دې دمخه زيلنسکي د خارکيف سيمې د بالاکليجا ښار د بيرته نيولو خبر تائيد کړی وو. نوموړي د ثبوت په توګه يوه ويديو خپره کړه چې احتمالاً د ښاروالۍ په ودانۍ کې اخیستل شوې وه.

بلينکن پوځي پرمختګونه وستايل

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن، کيف ته د خپل ناڅاپي سفر په پای کې د اوکراين د پوځ د پرمختګونو په اړه مثبتې څرګندونې وکړې. نوموړي وویل: «اوس لا ډېر وختي دی خو موږ په سيمه کې څرګند او رښتنی پرمختګ وينو، په ځانګړي توګه په خارکيف کې، خو په ختیځ کې په دونباس کې هم.»

د لا ډير پوځي ملاتړ په موخه برلین ته د اوکراین د صدراعظم سفر

پر اوکراين د روسیې له يرغل راهيسې دا سيمې ته د بلينکن دویم سفر دی. د امريکا دغه لوړپوړي ديپلومات له اوکراين سره د يو ميليارد ډالرو اوږدې مودې د پور او ضمانتونو ژمنه وکړه. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د يو او دوو میلياردو ډالرو ترمنځ پېسې به پر هغو ۱۸ هيوادونو ويشل کيږي چې د روسیې له خوا د خطر احساس کوي. په دې کې بالتيک هيوادونه، مالدويا او ګورجستان جمهوريتونه شامل دي.

امريکا د ډرون پر ايراني صادرونکو بندیزونه لګولي

امريکا په دې منځ کې پر هغو ایراني شرکتونو بندیزونه لګولي دي چې ښايي روسیې ته يې د بې پېلوټه الوتکو په ورکړه کې ونډه لرلي وي.

د امريکا د مالیې وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلامیه کې ويل شوي چې امريکا ته رسېدلي معلومات دې ته اشاره کوي چې مسکو د اوکراين په جګړه کې د ایراني بې پېلوټه الوتکو د کارولو اراده لري.

زياته شوې ده چې پر دې سربیره درې نور هغه کسان او شرکتونو هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل شوي دي چې د ایران د انقلابي ګارد له پاره د ډرونو په جوړولو او تدارکاتو کې یې ښکيل ول.

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr, afp)

زموږ له آرشیف څخه: