1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيتي کامرې؛ چین له دې لارې حساسو معلوماتو ته لاس رسی لري؟

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

که هوایی ډګر وي او که د ریل تمځای، د څار کامرې اوس هر ځای کې نصب شوي. خو ایا تاسو پوهیږئ چې ډیري دا ډول کامرې د چینایي شرکتونو وي؟ چين د دې کامرو معلوماتو ته لاسرسی هم لري.

https://p.dw.com/p/4PdKh
د چين هيکيویزون امنتيي کامري
د چين هيکيویزون امنتيي کامريانځور: Wang Gang/dpa/picture-alliance

ایا تاسو په کور کې امنیتي کامره لرئ؟ که داسې وي، نو په ډير احتمال سره به دا د «داهوا  او يا هيک ويژن» په نوم شرکتونو جوړې کړي وي. دغه شرکتونو د څارنې کامرو بازار انحصار کړی دی. د «ي دي سی» په نوم ادارې د وروستيو معلوماتو له مخې چې د دې بازار په اړه څیړنه کوي، په ۲۰۲۱ کې دغه دوه شرکتونو د ۳۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړیوال بازار دریمه برخه جوړوله.

په داسې حال کې چې د هوواوې په څېر چینايي شرکتونو ته، په اروپايي هیوادونو کې د امنیتي ګواښ په توګه کتل کیږي، په نسبي توګه دغو دوو د څارنې شرکتونو ته لږه پاملرنه شوې. په دی وروستيو کې روښانه شوي ده چې د دوی وسایل اوس مهال په هوایی ډګرونو، ریل سټیشنونو او حتی د نړۍ په دولتي ودانیو کې نصب شوي دي.

امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

د چین له کمونست ګوند سره اړیکې

په ټوله نړۍ کې خلک په دې اړه ناخوښه ښکاري. دواړه شرکتونه په جزوي توګه د چین د حکومت ملکیت دي، او په مهمو زیربناوو کې د دوی شتون د احتمالي جاسوسۍ په اړه اندیښنې راپورته کړې. منتقدین خبرداری ورکوي، چې د دوی په سیسټمونه کيدای جاسوسي عناصر پټ وي او د چين حکومت ته اجازه ورکړي چې په پټه توګه حساس معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

د دې ډول امنیتي سرغړونو موندل ستونزمن دي، خو ډيتا ته د بیجینګ لاس رسی څرگند دی، له کوم سره چې دوی په احتمالي توگه علاقه لري.

د برلين د چين د مطالعاتو د مرکاتر انستيتويت څېړونکې انتونيا حميدي وايي: »که موږ چينايي قوانينو ته وگورو نو ډېر واضح دي. هر چینایي شرکت اړ دی چې له حکومت سره همکاري او معلومات شریک کړي. په دې کې هغه معلومات شامل دي چې په »پي آر سی« کې زیرمه شوي او له بهرنيو هېوادونو څخه راټول شوي.«

China Peking | Japanischer Außenminister Yoshimasa Hayashi trifft Qin Gang
چين،پيکنگ د جاپان د بهرنیو چارو وزير يوشیماسا هاياشي له کینگ گانگ سره وکتلانځور: Kyodo News/IMAGO

امنیتي ګواښونه او له بشري حقونو سرغړونې

له همدې امله ډیری هیوادونه د څار د ابرازو پر تولیدونکو شرکتونو بندیزونه لگولي. ترټولو مهمې قضیې ممکن د «هواواوې او زيډ آی ډي»  په څیر مخابراتي شرکتونه وي، خو د لویدیځ حکومتونه اوس د «داهوا  او هیک ويژن» په څیر شرکتونو د مخنيوي هڅه هم کوي.

د ۲۰۲۲ کال له وروستيو څخه نيولې تر دې مهاله پورې  استرالیا او بریتانیا پریکړه کړې چې د دغو شرکتونو محصولات له دولتي ودانیو او نورو حساسو سیمو څخه لرې کړي. متحده ایالاتو د «ملي امنیت لپاره د نه منلو وړ ګ«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»واښ» په توگه په ګوته کولو سره د دوی په پلور او وارداتو بشپړ بندیز لګولی دی.

«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»

د څارنې د تجهیزاتو دوه شرکتونه هم د بشري حقونو د سرغړونو له جدي تورونو سره مخامخ دي. د ګڼو راپورونو له مخې هیک ویژن په چین کې د اویغور مسلمانانو له پاره جوړ شوي زندانونو ته د ټکنالوژۍ اسانتیاوې برابروي.

پر بازار د واکمن پاتيدو پر لور شکمنې لارې

د دومره جدي اندیښنو سره سره، دا لوی چینایي شرکتونه څنګه توانیدلي چې په بازار کې خپل واک ټینګ کړي؟

ځواب يې د دوی قيمتونه يا بیې دی. په ۲۰۲۱م کال کې د ډیجیټل حقونو غیري دولتی موسسې «اکسس ناو» د راپور له مخې، هیک ویژن د سیالي شرکتونو د کامرو په پرتله لس چنده ارزانه وو.

د «آی دي سي» د ويديويي څارنې د باراز شنونکی مایک جوډ وايي: «اندیښنه دا ده چې دا شرکتونه له حکومت سره دومره نږدې اړیکي ولري چې د دوی د ټیکنالوژۍ مناسب قیمت نه ترلاسه کوي.» د جوډ په وینا، په دې توگه په هغه هېوادونو کي چې د دې ټیکنالوژۍ بازار لوی دی، د دوی له خوا د گټې ترلاسه کولو امکانات ډېر دي.