1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: چین ستره امنیتي ننګونه او روسیه «فوري ګواښ» دی

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین ویلي دي چې چین یوازنی سیال دی چې د نړیوال نظم د شکل د بدلولو توان لري. پنټاګون ویلي دي چې روسیه د اوکراین د جګړی له امله «سملاسي ګواښ» دی.

https://p.dw.com/p/4IoDx
Symbolbild I China I Militärübung
انځور: CFOTO/picture alliance

د امریکا دفاع وزیر لوید استین، د پنجشنې په ورځ وویل چې پر اوکراين د روسيې له يرغل سره هم چين د امریکا متحدو ایالتونو لپاره تر ټولو ستر امنیتي ګواښ دی.
استین د امریکا د ملي دفاع د ستراتیژۍ د معرفي کولو پر مهال وویل چې چین «يوازنی سیال دی چې غواړي نړیوال نظم ته بدلون ورکړي او تر ډېره ددې توان هم لري.»
د ستراتیژۍ په دې سند کې روښانه سوې چې پیکنګ اراده لري «د هند د ارام سمندر سیمه او نړیوال سیستم د خپلو ګټو او اقتدار ساتلو مطابق تنظیم او یو نوی شکل ورکړي.»
 د روسیې د وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
په همدې حال کې په دغه سند کې امریکا متحدو ایالاتو د اوکراین پر ضد د ظالمانه جګړې په چوکاټ کې د روسیې تګلاره یوازې يو «سملاسي ګواښ» بللي دی. 
په دی سند کې راغلې دي چې «روسیه یو جدي او دوامداره خطر» په کلیدي سیمو کې ایجادوي. 
په دې خطرونو کې «د متحده ایالاتو خاورې او متحدینو او شریکانو ته يې اټومي ګواښونه، د اوږد واټن کروز توغندیو ګواښونه، سایبري او استخباراتي عملیات، متقابل فضايي ګواښونه، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې (CBW)، اوبتلي جنګونه، او د ډیموکراسۍ په وړاندې پراخ پروپاګند» شامل دی.

 
د چین او روسیې دوامداره همکاري
د امریکا متحدو ایالتونو په دې راپور کې راغلي  چې چین او روسیه د «متفاوتو ګټو او تاریخي بې باورۍ» سره هم نږدې سوي دي. 
د چين د دولتي راډيو (سی سی ټی وی) خبر ورکړي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د پنجشنبې په ورځ له خپل روسې سیال سرګي لاوروف سره د تليفوني تماس په ترڅ کې د مسکو له خوا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولاډيمیر پوتين
د روسیې ولسمشر ولاډيمیر پوتينانځور: Sergei Ilyin/SPUTNIK/AFP/Getty Images

 پوتین او کیم جونک اون ، شي جین پینگ ته تبریکي وویله
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د «والدای ډیالوګ کلب» په غونډه کې ټایوان د چین د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت پيژندلی دی.
شمالي کوریا او ایران د خپلو پوځي سکتورونو په اتومي وسلو د سنبالولو  د وړتيا د پراخولو له امله او همدارنګه د القاعدي او داعش يا اسلامي دولت ډلو په څیر تروریستې سازمانونه، نور تهدیدونه بلل سوي چې د پنټاګون په دې سند کې هم راغلي دي.