1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د روسیې د وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ د روسیې له خوا د بین المللي حقوقو خلاف د اوکراین د الحاقي سیمو خلګو ته د هغه له خرابو عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4HlhZ
Russland | Zeremonie zur Annexion ukrainischer Gebiete | Unterzeichnung Putin
انځور: Dmitry Astakhov/Sputnik/REUTERS

د يادي کمیسارۍ څخه کریستیان زلاڅار فولکمن وویل چي د «احتمالي الحاق» په واسطه روسیه د دې سره کومک کوي چي هلته شخړي او کشمکشونه ډیر سي او د هغه سره یوځای «د بشري حقوقو نقضول» نورهم زيات سي. په خبره یې همدااوس لا هلته د ژوندي پاته کیدلو د حق، آزادۍ او امنیت یوه سلسله نقضونوو شواهد او اسناد موجود دي. له روسیې سره د اشغال سوو منطقو الحاق به د بیان او دین آزادي هم له خطر سره مخامخ کړي.