1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

امریکا په سوریه کي دسپاه پاسدارن اړوندتاسیساتو باندي بریدکړی

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

د امریکا دغه هوايي برید د هغو راکیټي او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کي سوی دی، چي په سیمه کي پر امریکايي اډو ترسره سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Y5uD
امریکايي ایف ۱۶ جنګي الوتکه
امریکايي ایف ۱۶ جنګي الوتکهانځور: Krystal Ardrey/U.S. Air Force via AP/picture alliance

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین پرون پنجشنبه اعلان وکړ چي ځواکونو يې د سوريې په ختیځ کي دوې هغه ودانۍ بمبار کړي دي چي د ایران د انقلاب اسلامي په پاسدارانو پوري يې اړه درلوده.

د امریکا د دفاع وزیر په خپره کړې اعلامیه کي ویلي دي: «په واقیعت کي دا دقیق بریدونه د هغو نابریالیو بریدونو څخه د ځان ساتل دي، چي په قصدي ډول په سوریه او عراق کي پر امریکايي پرسونل باندي د ایران په حمایت د ملیشه اي ډلو له خوا پیل سوي دي.»

د امریکا د دفاع وزیر په اعلامیه کي راغلي دي: «که چیري د ایران نیابتي بریدونه د امریکا په وړاندي دوام وکړي، موږ د خپلو خلکو د ساتني له پاره ډېر اړین تدابیر پيلوو او ځنډ نه کوو.»

د وسلو پر زېرمتونونو هوایی بریدونه

د جمعې ورځي سهار په سیمه ییز وخت څلور نیمي بجې وې، چي د سوريې د ابو کمال ښار ته نژدې د عراق پولې ته څېرمه دغه بریدونه وسول.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي دي، امریکايي اف ۱۶ الوتکو د وسلو او مهماتو زیرمتونونه تر هدف لاندي نیولي دي.

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن د دغه برید اجازه په دې وروستیو کي په سیمه کي د بې پیلوټه الوتکو د هغو بریدونو په غبرګون کي ورکړې ده، چي د امریکايي ځواکونو پر اډو زیات سوي دي. د امریکا موخه له دې بریدونو څخه دا ده، چي په راتلونکي کي د دوی پر اډو د نورو بریدونو مخنیوی وکړي.

د پنټاګون ویاند پاتریک رایدر، ویلي دي چي د اکټوبر میاشتي له ۱۷مي نېټي څخه نژدې ۱۹ بریدونه په عراق او سوریه کي پر امریکايي اډو سوي دي.

د پنټاګوند ویاند په خبره، په عراق کي پر الاسد هوايي اډي او په سوریه کي د التنف پر اډې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کي ۲۱ امریکايي عسکر ټپيان سوي دي.

رایډر وویل: «زه فکر کوم، موږ دا ډېره روښانه کړې ده چي د خپلو عسکرو طبعي حق وساتو او په کار ده، چي د خپل ځان او خپلو ځواکونو د ګټو خوندي کولو له پاره له هیواده دباندي لاس په کار سوو.»

دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چي ولسمشر جو بایدن د ایرانلارښود ایت الله خامنه اي ته پر امریکايي سرتیرو د بریدونو په اړه ګواښ کړی و.

دغه بریدونه د اسرائيل او حماس له جنګ سره اړه نه لري

امریکا متحده ایالاتو ټینګار کړی دی چي دغه بریدونه يې پر امریکايي ځواکونو د برید په مقابل کي کړي دي او د اسرائيل او حماس له جنګ سره ارتباط نه لري.

امریکا متحده ایالاتو تهران د نیابتي ډلو سره په هغو بریدونو تورن کړی دی چي پرامریکايي سرتیرو يې کړي دي.

په همدې وخت کي ایراني چارواکي له اسرائيل سره د امریکايي وسلو پر ورکولو نیوکه کړې ده، چي په خبره يې په غزه کي عام خلک په وژل کیږي.

امریکا متحده ایالاتو د داعش پر ضد د سیمه ایزو ځواکونو د ملاتړ په موخه ۹۰۰سرتیري په سوریه او ۲۵۰۰ نور په عراق کي ځای پر ځای کړي دي.