1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

کارپوهان له اوکراین څخه د نورو مهاجرو اټکل کوي

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

پر اوکراین د جنګ له شروع څخه تقریباً ۷،۹ ميلیونه اوکراینیان نورو اروپايي هیوادونو ته مهاجر سوي دي.

https://p.dw.com/p/4MO1G
Ukraine I Flucht in der Winterzeit
انځور: Wojtek Radwanski/AFP

په ویانا کي د مهاجرت او سیاست د توسعې بین المللي مرکز(ICMPD) پخپل تازه رپوټ کي لیکلي دي چي د دغه هیواد زیربنأ د سخت خرابیدو په سبب باید اروپايي هیوادونه «په ۲۰۲۳م کال کي نورو ډیرو اوکرایني مهاجرو او حتی د هغوی ناڅاپه هجوم ته تیاری ونیسي».

په رپوټ کي راغلي دي چي مختلفي سناریوګاني د ۵۰۰۰۰۰ څخه تر څلورو ميلیونو نورو اوکرایني مهاجرو د راتګ اټکل کوي، چي غواړي د جنګ له ساحو څخه ووځي. ځکه یې نو په حواله باید دغه هیوادونه د هغوی راتګ ته پوره امادګي ونیسی او عاجل پلانونه ورته جوړ کړي. 

په رپوت کي همدارنګه راغلي دي چي ۱۸ ميلیونه نور اوکراینیان پخپل هیواد کي عاجلو بشري کومکونو ته ضرورت لري.