1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

السلوادور: د فوټبال له سلو ډيرو مينه والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

رپوټونه وايي چې په السلوادور هیواد کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د ګڼې ګوڼې له کبله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او له سلو ډېر ژوبل شوي دي. په مړو شوو کسانو کې دوه ښځې دي.

https://p.dw.com/p/4Rct9
ځايي رسنیو ويلي چې پېښه د لوبې د لومړي میدان پر وخت رامنځ ته شوه چې د نجاټ ډلې په رارسېدلو سره لوبه لغوه شوه
ځايي رسنیو ويلي چې پېښه د لوبې د لومړي میدان پر وخت رامنځ ته شوه چې د نجاټ ډلې په رارسېدلو سره لوبه لغوه شوهانځور: Milton Flores/AP/dpa/picture alliance

د ځايي ورځپاڼې (La Prensa Grafica) د رپوټ پر اساس، په دغه پېښه کې مړه شوي کسان ټول ځوانان دي چې په ډله کې دوه ېې ښځې دي.

په مرکزي امریکا کې پروت د دغه هیواد پولیسو پر ټويټر ليکلي دي چې ټپيان د پلازمينې سن سلوادور لوبغالي، کسکتلان (Cuscatlan) ته نژدې یو روغتون ته رسول شوي چې د دوو روغتيايي وضعیت ېې نازک ښودل شوی دی.

زیاته شوې چې لوبغالي ته د نجات ډلې په رارسېدلو سره، د اف سي اليانزا او سي ډي فاس تر منځ لوبه لغوه شوه.

ورته نور ولولئ:اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی

یاده ورځپاڼه ليکي چې د فوټبال مينه والو وار دمخه په لوبغالي کې د زښته ډېرې ګڼې ګوڼې له شتونه شکایت کړی وو په داسې حال کې چې ډير نور خلک لا له لوبغالي دباندې هم دننه کېدو ته په انتظار ول.

د فوټبال نندارې ته راغلي يو کس وويل: «د ټول لوبغالي له پاره صرف دوه دروازې خلاصې وې. دباندې په انتظار کې ولاړو خلکو غوښتل چې په زوره داخل شي، هغوي ټول پر موږ راولوېدل.»

ورته نور ولولئ:په یمن کي د مرستو د ویش پر مهال نيږدې ۸۰ کسان مړه شوي

د ساندرا ارګیوتا په نوم ېوې بلې مينه والې وويل چې تر ډېره ماشومان او د ډير عمر خاوندان اغیزمن شوي دي. هغې زیاته کړه چې د هوا د کمښت له وجې اړتیا پېدا شوه چې دروازې په زوره خلاصې شي «تر څو يو څه هوا داخله شي، ځکه خلک زښته ډير وو او موږ خفه شوي وو.» ورځپاڼې چې دغه وحشتناکه پېښه «د انسانانو واورې ښويدنې» په توګه ښودلې او ويلي دي چې هغه د لوبې د لومړي میدان پر وخت رامنځ ته شوه.

mks/mns/(dpa)

د فوټبال پر موضوع زموږ له آرشیف څخه دغه انځوریز البوم هم کتلی شئ: