1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې څو ډوله واکسینونه تطبیقیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د ډېرو ناروغیو پروړاندې د واکسیناسیون پروګرامونه په سمه توګه روان دي.

https://p.dw.com/p/4AZCm
Unicef South Asia report
انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

خو هغه کوم ډول واکسین دی چې لاهم په افغانستان کې نشته؟

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس شاوخوا ۱۳ ډوله واکسینونه په افغانستان کې تطبیقیږي. د چارواکو په وینا اوسمهال په ټول هيواد کې ددغو واکسینونو د تطبیق پروسه په سمه توګه روانه ده.

پولیو او سرخکان

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر دویچه ویله ته وویل چې واک ته د طالیانو رسېدو راهیسې دغه وزارت توانېدلی چې د پولیو ضد واکسین کولو پنځه دورې بشپړې کړې چې په ترڅ کې یې ۹ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

دغه راز، په تېره مارچ میاشت کې د سرخکانو یا شري ضد واکسین لومړی دوره ترسره شوه چې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ماشومان واکسین شول.

هژیر زیاته کړه: «د سرخکانو یا شري واکسین دویم پړاؤ په می میاشت کې ترسره کیږي، چې د هيواد په پاتې ۱۰۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۳ میلیونه نور ماشومان واکسین شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په نړېواله کچه د سرخکانو یا شري پېښې ۸۰ سلنه لوړې شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف او د روغتیا نړېوال سازمان یو وروستی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ له اپریل میاشتې بیا د ۲۰۲۲ میلادي کال تر اپریل پورې په افغانستان کې په ټولیز ډول ۱۲ زره او ۳۴۱ د سرخکانو یا شري مثبت پېښې ثبت شوي.

په راپور کې شري ناروغي ډېرېدو ستر لامل په ټیټه او کمزوري کچه د واکسیناسون کمپاینونو تطبیق ښودل شوی.

هغه کوم واکسین دی چې لاهم په افغانستان کې نشته؟

د عامې روغتیا وزارت وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د لیوني سپي ناروغی پېښې ډېرې دي، خو په دغه هېواد کې د Raibies په نوم د لیوني سپي ضد واکسین نشته: »له ځینو واکسینونو لکه رابیز چې ډونر یې په دې برخه کې زموږ سره مرسته کوله، خو اوس یې متاسفانه خپلې مرستې درولي دي.»

ډاکټران وايي، واک ته د طالبانو رسېدو سره سم نړېوالې مرستې ودرېدې چې له امله یې د واکسیناسیون ډېر پروګرامونه درېدلي او یا هم د نشت برابر دي.

په افغانستان کې د کتلوي معافیت پروګرام پخواني تخنیکي سلاکار ډاکټر محمد اکبر پیمان دویچه ویله ته وویل، دلته د واکسینونو د تطبیق پروړاندې بل ستر خنډ د خلکو ناسم پوهاوی هم دی: »د واکسین په اړه دریمه خبره بې ځایه تبلیغات دي چې ګویا واکسینونه منفي اغیز کوي، سړی په مختلفو ناروغیو اخته کوي یا په اصطلاح نور منفي تاثیرات لري چې دا بې ځایه تبلیغات د واکسین د پوښښ پراخېدو پروړاندې ستر خنډ دي.»

دغه ډاکټر چې په افغانستان کې یې د واکسینونو د تطبیق برخه کې کار کړی، زیاتوي چې ځیني کلتوري ستونزو هم د واکسینو د اغیزمن تطبیق مخه نېولې.

 د نوموړي په وینا اوس هم یوشمېر کورنۍ خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې خپل ماشومان د واکسین کولو له پاره روغتونونو ته یوسي.