1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په هرو دوه ورځو کې یو ماشوم د ماینونو ښکار کېږي

۱۴۰۳ خرداد ۱۲, شنبه

په افغانستان کې له څلورو لسیزو جګړو وروسته لا هم ملکي خلک د پاتې شویو ځمکنیو ماینونو او نورو وسلو له امله وژل کېږي.

https://p.dw.com/p/4gWtC
Pakistan Landminen-Opfer aus Peschawar
انځور: Saeed ur Rehman

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په کابل کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ډېری ښاري اوسېدونکو افغانانو لپاره دا شونې شوه چې له ښارونو بیرته خپلو کلیو، کروندو او ښوونځیو ته ور وګرځي خو د دې شونتیا او ازادۍ درلودلو سربېره ډېری عام وګړي د هغه ځمکنیو چاودېدونکو توکو او ماینونو له خطر سره مخ دي چې د تیرې ۴۰ کلنې جګړې پاتې شوني بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د روان کال تر اپریل میاشتې پورې شاوخوا ۹۰۰ کسان، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغه ډول ماینونو له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
د ټانک ضد یو ماین چې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د غزني د مرکز جنوب لور ته د قچ قلعه له کلي څخه یوازې ۱۰۰ متره وړاندې ځای پر ځای شوی وو.

د برتانوي سازمان هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ متخصصینو تازه دا ماین کشف کړی او په خوندي ډول یې لمنځه وړی دی. د دغې چاودنې غږ تر درې کیلومتره لیرې اورېدل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت « یوناما » د ماین پاکۍ برخې مشر نیک پونډ ویلي چې: «د طالبانو حکومت په دې هېواد کې د ځمکنیو ماینونو د له منځه وړلو لوی ملاتړی دی او هر څومره ژر چې ممکنه شي دوی به د ځمکنیو ماینونو دا خطر لمنځه یوسي.»

په افغانستان کې د ۱۹۸۸م کال په لومړیو کې د ماین پاکۍ چارې پیل شوې، خو له لسیزو جګړو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د ځمکنیو ماینونو او نورو وسلو د درلودلو ښکار شو.
پونډ د ​​فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا مهال ورته د دې خبرې اټکل ناممکن دی چې په دې هیواد کې څومره ځمکني ماینونه نصب شوي دي.

ځمکني ماینونه هر کال په زرونو انسان وژني


د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د پاتې شونو وسلو او ماینونو له امله د وژل شویو یا ټپیانو ۸۲ سلنه ماشومان جوړوي، چې په دې سره ډېر خطر ماشومانو ته متوجه دی. د دوی په خبره چې دوه ماشومان د اپریل میاشتې په وروستیو کې د نوکوردک په کلي کې د ځمکنیو ماینونو له امله مړه شوي دي.

د یو قرباني جاوید پلار کیسه کوي چې څنګه یې ۱۴ کلن زوی د یو ځمکني ماین قرباني شو: « هغه پرې د یوې تیږي وار وکړو چې په لومړي ځل څه ونه شول خو په دویم او دریم ځل ماین چاودنه وکړه چې هلک ځای پر ځای مړ شو.»

غور: لاسي بم چاودنې مور سره له پنځو ماشومانو وژلې

په یاده چاودنه کې د جاوید ملګری ۱۴ کلن سخي داد هم وژل شوی دی.  سخي داد ١٨ کلن ورور محمد ذاکر وویل: « خلکو اورېدلي وو چې دلته شاوخوا چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، خو تر دې وړاندې په کلي کې داسې څه نه وو رامنځته شوي.»

محمد ذاکر په ژړغونو سترګو وویل: « کلي ته هیڅوک نه و راغلي چې ماشومان له دې خطره خبر کړي.»

په بریتانوۍ هیلو ټرسټ موسسه کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو کارپوه زابتو مایار په خبره چې د بودیجې نشتوالی د هغه د کار لپاره لویه ننګونه وه. نو د ماین پاکۍ متخصصین باید په بسپنه تکیه وکړي.
پونډ وویل چې د ۲۰۱۱ په شاوخوا کې د ماین پاکۍ متخصصینو شمیر شاوخوا ۱۵.۵۰۰ تنه وو چې دا مهال دا شمېره یوازې ۳۰۰۰ تنه دي.


نورو نړیوالو شخړو او واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته له افغانستان د مرستندویه سازمانونو وتل د ماین پاکۍ کارکوونکو لپاره مالي ملاتړ زیانمن کړی دی.

خو د دهه قاضي په کلي کې د يوه ښوونځي سرښوونکى محمد حسن بيا هم د ماين پاکولو دغو شته کارکوونکو ته هم هيله من دى.

د محمد حسن په خبره چې: « حتى د ښوونځي انګړ هم د ماشومانو لپاره خطرناک دى، ځکه له ماينونو نه دى پاک شوى. موږ نشو کولی دلته ونې وکرو. که موږ دلته د کېندلو لپاره ټراکټورونه یا هم ماشینونو راوړو نو دا یو جدي خطر دی.»


دلته ماشومانو ته د ماینونو او نورو مهماتو په اړه عامه پوهاوی هم .ورکول کیږي
د ۱۲ کلن جمیل حسن په وینا: «شپږ میاشتې مخکې موږ له خپلو ملګرو سره د تګ پر مهال یو راکټ ولید او سمدستي مو د کلي مشرانو ته خبر ورکړ او دوی ماین پاکوونکو ته خبر ورکړو.»

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ