1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ځمکني ماینونه هر کال په زرونو انسان وژني

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

د کارپوهانو د یوه رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې په زرونو کسان د ځمکني ماینونو او نورو ناچاودلو توکو قرباني ګرځیدلي دي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې ډیری کسان یې د دغه ډول پيښو قرباني کیږي.

https://p.dw.com/p/3TSX8
Afghanistan Prothesen für Landminenopfer
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lai

د «هینډي کپ انټرنیشنل» مرستندویه سازمان د پنجنشنبې په ورځ په مونشن کې ویلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۶۸۹۷ پیښې ثبت شوي دي چې د چاودیدونکو توکو د چاودلو په پایله کې انسانان ټپیان شوي او یا هم وژل شوي دي. خو ښایي غیر رسمي ارقام تر دې دې هم لوړ وي.

د دغه رپوټ له مخې زیاتره افغانستان، لیبیا، سوریې او د یو شمیرو نورو هیوادونو په کړکیچونو کې د دغو چاودیدونکو توکو له کبله د انسانانو د بدن غړي پرې کیږي او یا هم مړه کیږي. د ۲۰۱۹م کال د ماینونو د څارنې د سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې دا څلورم پر له پسې کال دی چې په غیر عادي ډول د قربانیانو لوړ شمیر ثبت شوی دی. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د قربانیانو شمیر ډیر لوړ شوی دی. په ۲۰۱۴م کال کې د ۳۹۹۸ کسانو مړینه او ټپي کیدل ثبت شوي دي.

رپوټ د ۱۹۹۷م کال د اوتاوا تړون اغیز څاري چې د انسانانو ضد د ځمکني ماینونو کارول، جوړول، سوداګري او زیرمه کول منعه کوي او همداشان د ماینونو د سیمې د پاکولو او اغیزمنو شوو کسانو د ملاتړ له پاره غږ کوي. ډیری قربانیان په دغو ثبت شوو قضیو کې نه دي شامل ځکه چې له ځینو سیمو څخه معلومات راټولول ستونزمن کار دی.

د نومبر له ۲۵مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې پورې د اوتاوا تړون غړي هیوادونه په اوسلو کې د ارزونې په یوه کنفرانس کې سره راټولیږي. د هینډي کپ نړیوال سازمان له دولتونو غوښتي دي چې نړیوال بشري قوانین تطبیق کړي او د جګړې پر ښکیلو اړخونو باندې فشار راوړي، څو د ځمکني ماینونو څخه استفاده ختمه کړي.

زموږ له آرشیف څخه: