1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د لږ پرمختللو هېوادونو په کتار کې هم لومړی ځای لري

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې یو تازه راپور ښيي چې افغانستان د آسیا په کچه له اتو لږ پرمختللو هېوادونو له ډلې لومړی هېواد دی. پاتې اوه کوم هېوادونه دي؟

https://p.dw.com/p/4JKr9
م.م. افغانستان له ۲۰۲۱م کال راهيسې د سيمې په کچه د خوړو له ستونزې سره مخ دی
م.م. افغانستان له ۲۰۲۱م کال راهيسې د سيمې په کچه د خوړو له ستونزې سره مخ دیانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې افغانستان له تېر ۲۰۲۱ میلادي کال راهېسې د سیمې په کچه د خوړو او سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. اقتصادي کارپوهان وايي چې په روان ۲۰۲۲ م میلادي کال کې هم اقتصادي پرمختګ ته چاندانې هېلې نشته او ښايی افغانان له لا ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

آرشيف انځور: په کابل کې د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره لاریون
آرشيف انځور: په کابل کې د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره لاریونانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تازه رپوټ کې راغلي چې افغانستان د آسیا په کچه په لږ پرمختللو هېوادونو کې هم لومړی ځای لري. رپوټ وايي: «بنګله دېش، بوتان، کمبودیا، میانمار، نیپال، لاوو، سولومون ایسلنډ نور هغه هېوادونه دي چې د اسیا په کچه لږ پرمختللي دي.»  

م.م: د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو څو اوونيو کې سقوط وکړي

دا رپوټ چې د روانې نوامبر په ۹مه نېټه خپور شوی، جګړه، کرونا او سیاسي ناکراري هغه ستر لاملونه دي چې افغانستان کې یې د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.