1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو څو اوونيو کې سقوط وکړي»

۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبه

ملګرو ملتونو يو ځل د افغانستان د اقتصاد د سقوط د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. د اړينو توکو د بيو لوړوالی، بې کارۍ او د پېسو کمبود وضعيت نور هم پسې خراب کړی دی.

https://p.dw.com/p/41OZP
Afghanistan Trödelmarkt
انځور: DW/H. Sirat

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس واک ته د طالبانو د رسيدو له وجې د افغانستان اقتصاد سقوط کيدو ته نزدې شوی دی. د خوراک د نړيوال پروګرام «ډبليو اف پي» د افغانستان له پاره ځانګړې استازې ماري ـ ايلن مکګرورتي د چهارشنبې په ورځ وويل چې ډېرې بې وزلۍ، د بيو لوړوالي، د شتمنيو کنګل کيدو او د پراختيايي مرستو درېدو دغه هيواد د نغدو پېسو د يوې جدي ستونزې سره مخ کړی دی.

نوموړې خبرداری ورکړی چې ښايي يوازې څو اونۍ وروسته د افغانستان اقتصاد سره وپاشل شي. د هغې په وينا له يوې خوا وچکالي او د ژمي را رسيدل او له بلې خوا د اړينو او سون توکو د بيو لوړوالي وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

اروپايي  ټولنې د افغانستان د اقتصادي سیستم د ویجاړېدو خبرداری ورکړ

مک ګرورتي روښانه کړه: «خلک به د خوړو او د سون توکو د امکاناتو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي. زه له ډېرې مودې راهيسې د خوراک له نړيوال پروګرام سره کار کوم خو دا لومړی ځل دی چې وينم چې يو بحران په دومره چټکې سره د پراخیدو په حال کې دی.»

په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدو راهيسې د افغانستان اقتصادي وضعيت وار په وار مخ پر خرابيدو دی. د افغانستان يو په دريمه برخه نفوس د لوږې له خطر سره مخ دی.

که څه هم چې یو شمیر هيوادونو د ملګرو ملتونو په کوربتوب يوه کنفرانس کې له افغانستان سره تر يو ميليارد ډالرو ډېرو پېسو بشري مرستو ژمنه کړې ده خو ظاهراً د دې ژمنې د عملي کولو په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي. نړيوال نه غواړي چې د مرستې پېسې يې د طالبانو لاسو ته ولوېږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: