1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د امریکا د سوداګریز پلاوي د سفر هدف څه دی؟

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره د امریکا یوه سوداګریز پلاوي کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل. کارپوهان د دې سفر موخه په افغانستان کې له چین او روسیې سره د امریکا رقابت بولي.

https://p.dw.com/p/4W3jh
Kabul, Afghanistan
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ د دغه هیواد یو سوداګریز پلاوی په کابل کې د طالب چارواکو په موجودیت کې له خصوصي پانګوالو سره ویني.

د «افغانستان سوداگریز او اقتصادي اړیکو» تر عنوان لاندې دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ د لوړپوړو طالب چارواکو په موجودیت کې په واشنگټن کې د افغانستان- امریکا سوداگریزې خونې او متحده عربي اماراتو کې د افغانستاند تجارتي شورا د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان- امریکا سوداگریزې خونې مشر جفري گریکو، وویل چې ډیر شمیر امریکایې پانگوال د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې له افغانستان څخه وتښتیدل، خو اوس غواړي یو ځل بیا د خپل کسب او کار د پیلولو په هکله خبرې وکړي.

گریکو وویل: «مونږ له هغوی غواړو چې بیرته ستانه شي او هغه زرگونه افغانان چې له هغوی سره یې کار کاوه ]یو ځل بیا[ استخدام کړي. زمونږ ژمنتیا دا ده چې د خصوصي برخې په وده کې مرسته وکړو.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې کورني او بهرنیو پانگوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د پراخې پانگونې له فرصتونو څخه گټه پورته کړي او د کورنیو او بهرنیو پانگوالو له «بی دریغه ملاتړ» ژمنه یې وکړه.

په همدې منځ کې افغان سوداگرو خصوصي سکتور ته د لا زیاتې پاملرنې، په ځانگړي توگه خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې او په لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان د کنگل شوو شتمنیو د آزادولو په برخه کې د توجه غوښتنه وکړه.

د گډون کوونکو په وینا، د امریکایي پلاوي یو غړی به د دې سفر په هکله د امریکا کانگرس ته رپوټ ورکړي.  

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟

کابل ته د امریکایي پلاوي د سفر هدف څه دی؟

د امریکا متحده ایالاتو سوداگریز پلاوی په داسې یو وخت کې افغانستان ته سفر کوي، چې هیڅ کوم هیواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پیژندلې او امریکا متحده ایالات هم په دې هیواد کې دیپلوماتیک حضور نه لري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود د دې سفر په هکله وایي: «زه په دې باور یم چې امریکا په فزیکي ډول له افغانستانه وتلې ده، په داسې حال کې چې د امریکا سیاست، د امریکا پیسې او د امریکا وسایل [په افغانستان کې شتون لري] او هغه حرکتونه چې په افغانستان کې ترسره کیږي، په حقیقت کې امریکایي دي. کله چې طالب په رسمیت نه پيژني [خو سوداگریز پلاوی استوي]، دا په دې معنی چې هلته د امریکا گټې مطرح دي.»

استاد مسعود له طالب چارواکو سره د امریکایي استازو لیدنې کتنې ته په اشارې سره وایي چې امریکا او یو شمیر لویدیځو هیوادونو له طالبانو سره خپلې سړې اړیکې په «نیمه سړو» اړیکو اړولي دي.

د دغه اقتصادي کارپوه په وینا، بل لور ته چینایان په افغانستان کې پانگونه کوي او په پرله پسې ډول له طالب چارواکو سره ملاقاتونه هم کوي.

نوموړي د «ملي مقاومت جبهې» مشراحمد مسعود وروستي سفر او له هیواده بهر د طالبانو یو شمیر مخالفو سیاسي څیرو څرگندونو ته په اشارې سره انديښنه څرگنده کړه چې افغانستان د نورو هیوادونو د رقابتونو قرباني نه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد آصف مبلغ هم په دې باور دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د واټن د لیري والي په پام کې نیولو سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت مسئله ډیره مهمه ده: «د امریکایي سوداگرو د سفر هدف سیمه ایز رقابتونه دي او په دې وروستیو کې طالبانو له چینایانو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي او امریکایان هم هڅه کوي چې په دې قرارداتونو کې ونډه ولري او نړۍ ته وښيې چې د افغانستان په معادلاتو کې ښکیله ده او حضور لري». 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب