1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکي: د طالبانو د حاکمیت دوام د لویو پروژو کارونه ځنډولي

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د افغانستان له لاري د انرژۍ ترانزیټ او اقتصادي دهلیزونه نه یوازي په میلیونو ډالر دغه هیواد ته راوړي، بلکي د انرژۍ په برخه کې اوسنۍ اړتيا به يې هم تر یوه حده پوره شي. خو دغه کارونه اوس ځنډېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4STF7
Infografik Gas-Pipeline TAPI Flash-Galerie
انځور: DW

ټاپي له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لیږد پروژه، چې لومړنۍ طرحه یې نږدې ۳۳ کاله وړاندې جوړه شوې، خو د درېو لسیزو په تېریدو لا هم دغه پروژه تطبیق نشوه.

په ۱۹۹۱م کال کې د ترکمنستان د افغانستان د هغه وخت حکومت سره د ټاپي د ګازو لیږد پروژې په عملیاتي چارو د پېل خبرې کړې وې، خو په کور دننه د جګړو او ناامنۍ شدت د ټاپي پروژې پلي کیدل ناممکن کړل.

د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې د بحث وړ لویه اقتصادي پروژه ټاپي وه، خو عملي کار یې پېل نشو.

دغه راز ۲۰۰۱ کال کې مخکېني افغان ولسمشر حامد کرزي، د ترکمنستان ولسمشر، د پاکستان لومړي وزیر او د هند ولسمشر ترمنځ د ټاپي د تطبیق توافقنامه لاسلیک شوه، چې پر اساس یې باید ۲۰۱۴م کال کې د ټاپي پروژې کار پېل او تر ۲۰۱۷ بشپړه شوې وی، چې دا کار ونشو.

د هوکړه لیک خلاف د یو کال ځنډ سره د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر میاشت کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاپي درې شریکو هيوادونو مشرانو په ترکمنستان کې د دغې پروژې د عملي چارو د پېل لومړنۍ بېلچه په لاس واخیسته.

بلاخره د ۲۰۱۸م کال په فبروري مياشت کې د څلور هېوادونو مشرانو حضور سره د افغانستان هرات ولایت کې د ټاپي پروژې عملیاتي چارې پېل شوې، خو پرمختګ ونه شو.

Afghanistan TAPI - Treffen von Politiker aus Afghanistan, Turkmenistan, Pakistan und Indien
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د اقتصادي چارو څیړونکي وایې، د دې پروژو تطبیق د افغانستان له پاره خاص اقتصادي، اجتماعي او سیاسي ارزښت لري.

د ایکو سازمان غړو هيوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو پخواني عمومي رئیس آذرخش حافظي په وینا، افغانستان اوس مهال جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا ټرانزیټي مسیر او د منځنۍ اسیا هيوادونه چین، روسیې او ختیځې اروپا ته د افغانستان ټرانزیټي پل دی.

ښاغلي حافظي وویل: «د ټاپي، کاسا زر، ټاپ او د ازبکستان له ترمذ-مزارشریف او تورخم ترمنځ د ریل پټلۍ جوړولو مالي تمویل د اسیا پراختیایي بانک او نورو مالي بنسټونو له خوا کیده، خو په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت سره د یادو پروژو تمویل کوونکو مالي مرستې ځنډولي دي.»

بله خوا په پاکستان کې د اقتصادي پروژو څارونکي د جنوبي او مرکزي اسیا اقتصادي دهلیزونو په اتصال کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت خورا ارزښتناکه ګڼي. په پاکستان کې میشت د چین- پاکستان د اقتصادي کوریدور څیړونکی او ژورنالیست میا ابرار وایې: »افغانستان جیو سټراټیژیک ارزښت لري، له دغه مسیر پرته د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا وصل مشکل دی. د افغانستان مسیر د سیمه ایزو اقتصادي پروژو تطبیق سربیره، د چین «یو کمر بند يوه لار» کې هم سټراټیژیک رول لري، د چین دولت پلان لري، له دې پروژې سره د اسیا، اروپا او افریقا ځمکنی ټرانزیټ وصل کړي. چین د طالبانو حکومت سره کار کوي، چې د «BRI» پروژه د افغانستان له لارې مرکزي اسیا هيوادونو سره وصل کړي.»

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟

ښاغلی ابرار زیاتوي، دا ټول د طالبانو حکومت د پرېکړو پورې تړلي، چې دوی خپل هيواد او راتلونکي نسل ته اقتصادي سوکالي په میراث پریږدي یا بې ثباته افغانستان.

د طالبانو تېرې دورې پر مهال د معادن او صنایعو وزارت مرستیال عبدالسلام ضعیف په وینا، د ټاپي پروژه له لومړي سره د امریکا او روسیې د رقابت له امله له مخالفت سره مخ وه، چې تر ننه هم دغه پروژه تطبیق نه شوه.

د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلې أسیا د سترو اقتصادي پروژو مشخصات

د ازبکستان هیواد ترمذ- مزارشریف او پيښور ریل پټلۍ: د ازبکستان دولت پلان لري چې افغانستان ته نیږدې خپل سرحدي ښار ترمذ ښارګوټی په مهم تجارتي او ټرانزیټي بندر بدل کړي. دا ریل پټلۍ له ترمذ- حیرتان تر تورخم غځول کیږي.

ټاپي پروژه: د ترکمنستان- افغانستان-پاکستان او هندوستان د ګاز لیږد پروژه چې مالي لګښت یې شاوخوا ۷،۵ میلیارد ډالر دی. په دې پروژې سره په افغانستان کې زرګونو افغانانو ته د مسقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابریږي او همدا راز د ټاپي مسیر کې ۴ سب سټیشن جوړیږي، چې اړوندو سیمو ته به په ارزانه بیه ګاز ورکوي.

سربیره پر دې، صنعتي پارکونو ته به د ګازو حرارتي برېښنا ورکول کیږي او د معلوماتو له مخې د ټاپي پروژې په تطبیق سره به افغانستان د کال شاخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر حق العبور لاسته راوړي.

د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د وارداتي برېښنا شریکه پروژه ټاپ نومیږي چې د انرژۍ انتقال پروژه ده او له مخې یې افغانستان ته د برښنا توزیع سربیره د انرژۍ د انتقال حق العبور پيسې ورکول کیږي.

د کاسا ۱۰۰۰ برښنا لیږد شریکه پروژه

د کاسا زر په نامه د انرژۍ د لیږد دغه پروژه د افغانستان له مسیر پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږد پروژه ده. دغه پروژه له شیرخان بندر- تورخم او بیا پاکستان ته انتقالیږي. د تړون له مخې افغانستان به ۳۰۰ میګاټه برېښنا ترلاسه کوي او همدا راز به په دې پروژه کې د برېښنا د انتقال له درکه افغانستان ته شاوخوا ۴۸ میلیونه ډالر حق العبور ورکړل شي.

د افغانستان د معادن او صنایعو خونې چارواکي تمه لري، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سویلې اسیا ته د انرژۍ لیږد پروژو تطبیق سره به په سیمه کې لوی اقتصادي او صنعتي تحول رامنځته شي.

د کاسا زر په نامه د انرژۍ د لیږد دغه پروژه د افغانستان له مسیر پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږد پروژه ده.
د کاسا زر په نامه د انرژۍ د لیږد دغه پروژه د افغانستان له مسیر پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږد پروژه ده.انځور: Getty Images/J. Moore

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د ټاپي ګاز، کاسا ۱۰۰۰ برښنا، خواف-هرات، تورغنډۍ ترکمنستان او دغه راز ترمذ-مزارشریف او پیښور ریل پټلۍ پروژو تطبیق د افغانستان اقتصادي ثبات او خودکفایي له پاره مهم دی. که دغه مشترکې سیمه ایزې پروژې ژر پلي شي، له دې سره به افغانستان د اسیا د سوداګرۍ او انرژۍ د ترانزیټ مرکز شي. په کور دننه به د شته طبیعي ګازو او کانونو مسلکي او قانوني استخراج زمینه مساعده شي.»

ښاغلي پیمان وویل، د دغو سترو اقتصادي پروژو تطبیق سره د افغانستان ملي خزانې ته هرکال په سلګونو میلیونو ډالرعواید اضافه کیږي، د انرژۍ کمښت ستونزې حل کیږي، کورنی صنعت به پراخه او زرګونو افغانانو ته به په هيواد کې کاري فرصتونه برابر شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایې، د دغو پروژو د تطبیق له پاره په هيواد کې دننه شرایط مساعد شوي، د پروژو له شریکانو «ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان» حکومتونو سره په ګډه کار کوي، چې عملیاتي چارې پېل شي.

دغه راز د طالبانو د ویاند دفتر ویلي: »ترکمنستان د طالبانو حکومت د راتګ په لومړیو میاشتو کې د دوه اړخیزو اړیکو د دوام ډاډ ورکړی. د ټاپي پروژې له نیمایي ډېر مالي لګښت ترکمنستان دولت ورکوي. د نورو پراختیایي پروژو د کار ځنډ لوی لامل د «تمویل کوونکو بنسټونو» له لوري له طالبانو سره د مالي مرستو ځنډول دي.«

شنونکي وایې چې په افغانستان کې د دغو اقتصادي پروژو تطبيق او امتيازونو ګټه اخیستل هغه وخت ممکن دي، چې افغانستان یو مشروع او پر نړیوالو معیارونو برابر او مقتدر سیاسي دولت ولري. د طالبانو حکومت لا تر اوسه هم کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی چې له کبله یې شنونکي په افغانستان کې د د غه راز سترو پروژو تطبیق له ځنډ او خڼد سره مخامخ کیږي، داسې څه چې زیان یې افغانستان ته رسیږي.

ش. ش / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie