1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځينه کريکټرانو د مهاجرو د لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د کرېکټ د افغان ښځينه لوبغاړو يوې ډلې د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه غوښتنه کړې ده چې په استراليا کې د مهاجرو د يوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4hmX3
آرشيف انځور: په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د کرېکټ يو شمير ښځينه لوبغاړو په استراليا کې پناه واخيستله
آرشيف انځور: په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د کرېکټ يو شمير ښځينه لوبغاړو په استراليا کې پناه واخيستلهانځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

د کرېکټ دې افغان ښځينه لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ د نارينه وو د ملي لوبډلې تازه برياو ته په کتو سره د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) ته يو ليک استولی دی. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴م کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو په نړيوال جام کې چې تېره اونۍ پای ته ورسېده، تر نيمه پای لوبې پورې رسېدلې وه.

يو شمير ښځو چې د افغانستان په کرېکټ بورډ کې یې فعاليت درلود، په ۲۰۲۱م کال کې یې د طالبانو له واکمنۍ او د دغه ډلې له خوا په ورزش کې د ښځو پر ګډون تر بندیز لګولو وروسته په استراليا کې پناه واخيستله.

دې ډلې په لومړي ځل په ۲۰۲۳م کال کې له آی سي سي سره تماس نيولی وو خو هغه وخت خپلې موخې ته نه وه رسېدلې.

له دې ښځو څخه یې ډېری په استراليا کې په سيمه ایزو مسابقو کې برخه اخلي خو د کرېکټ د نړيوالې کمیټې پر مقرراتو سربیره هم چې ټول بشپړ غړيتوب لرونکي هېوادونه باید د نارينه وو او ښځينه وو ملي لوبډلې ولري او ملاتړ یې کړي، تر اوسه یې نړيوال کرېکټ ته لاره نه ده موندلې.

کریم صادق؛ افغان لوبغاړي نړیوال جام هم ګټلی شي

د کرېکټ دې ښځينه لوبغاړو د کرېکټ د نړيوالې شورا مشر ګرېګ بارکلی، ته په ليک کې ويلي: «د خواشينۍ ځای دی چې موږ د ښځو په توګه د خپل هېواد څخه په هغه ډول استازيتوب نه شو کولی، لکه د کرېکټ نارينه لوبغاړي چې یې کوي.»

په دې ليک کې زياته شوې: «موږ له آی سي سي څخه غوښتنه کوو چې له موږ سره په استراليا کې د مهاجرو د يوې لوبډلې په جوړولو کې مرسته وکړي. له دې لوبډلې څخه زموږ هدف د هغو افغان ښځو استازيتوب دی چې د کرېکټ لوبه کول یې ارمان دی خو په افغانستان کې [دغه لوبه] يې نه شي کولی.»

په خط کې راغلي دي چې د مهاجرو له لوبډلې څخه به د آی سي سي ملاتړ افغان مهاجر، د سرحد د محدوديت پرته په لوبډله کې د لوبيدو او روزنې ترلاسه کولو فرصت ترلاسه کړي.

همدا شان زياته شوې ده: «د دې لوبډلې جوړيدل به ټولو هغو افغان ښځو ته چې غواړي د خپل هېواد استازيتوب وکړي، په يوه لوبډله کې د راټوليدو زمینه برابره کړي.»

په دې ليک کې زياته شوې: «د مهاجرو د يوې لوبډلې له جوړولو څخه زموږ موخه خپلو وړتياو ته وده ورکول او هغه نندارې ته ورکول دي څو هغو ښځو ته چې په افغانستان کې پاته دي هيله ورکړل شي او هغو ننګونو ته پام راوګرځول شي چې د افغانستان ښځې ورسره مخامخ دي.»

په ليک کې همدا شان زياته شوې: «د افغانستان د نارينه وو د لوبډلې په څېر موږ هم په لوړه کچه د مسابقو هوډ لرو.»

د استراليا کرېکټ بورډ تر دې مخه په استراليا کې له افغان ښځينه لوبغاړو سره مرسته کړې وه له افغانستان سره یې تر هغه د دوه اړخیزو لوبو د لړۍ نه لوبولو پريکړه کړې څو د جندر دا نابرابري له منځه نه وي تللي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب