افغان پولیسو د بې اولادۍ د علاج دوه فریبکاران نیولي
۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی پولیسو دوه تنه داسې فریبکاران نیولي دي چې میرمنو ته به یې د بې اولادۍ د ستونزې د حلولو په برخه کې فریب او چل ورکوو خو په حقیقت کې به یې له دغو میرمنو سره جنسي اړیکي ټینګولې. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي، وویل چې دغو فریبکارانو خپل ځانونه د شفا ورکونکو په توګه معرفي کړي وو، خو په اصل کې دوی له قربانیانو سره د فریب او چل له لارې جنسي اړیکي ټینګولې.
د رحیمي په خبره دغه دوه تنه فریبکاران یې په نیمروز ولایت کې نیولي دي. د نوموړي په خبره دوی به تر ډیره پورې هغه واده شوې میرمنې هدف ګرځولې چې اولادونه یې نه کیدل. دوی به یادو میرمنو ته د دوی د بې اولادۍ د حل کولو ادعاوې کولې. رحیمي وویل چې دوی به له دغو ښځو څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوله او زیاتوي چې دواړو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
په افغانستان کې پر هغو میرمنو باندې زیات ټولنیز فشارونه راځي چې تر واده وروسته ماشومان نه زیږوي ځکه دغه میرمنې ویره لري چې د ماشوم د نه زیږیدو په صورت کې به یې میړونه بل واده وکړي. د لومړي ځل له پاره له افغان میرمنو څخه د دغه راز ناوړه جنسي استفادې په هکله راپورونه هغه وخت خپاره شول چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه تش په نامه ملا اړوند له میرمنو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې ویډیو ګانې خپرې شوې.
په فاریاب ولایت کې د ملا لنډي په نامه دغه ملا به له هغو میرمنو څخه ویډیويي فلمونه ثبتول له کومو سره یې چې جنسي اړیکي ټینګې کړې وې او بیا وروسته به یې دغه ویډیوګانو د دوی پر ضد کارولې او د جنسي اړیکو غوښتنه به یې ترې کوله.امریکا په یمن کې د سعودي عربستان د هوایې بریدونو ملاتړ بندوي
د ملا لنډي په نامه دغه تش په نامه ملا اوسمهال تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې دی او نوموړی تر اوسه پورې په پټه ژوند کوي. په افغانستان کې یو شمیر دیني علماوو د نوموړي د سنګسارولو حکم کړی او د فاریاب والي بیا د نوموړي موندونکي کس ته د خپل موټر د ورکولو ژمنه کړې ده.