1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په یمن کې د سعودي عربستان د هوایې بریدونو ملاتړ بندوي

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

امریکا متحده ایالات د یمن په کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان او متحدینو جنګي الوتکو ته په هوا کې د تیلو رسول بندوي. دا پریکړه له سعودي عربستان سره په همغږۍ ترسره شوې ده.

https://p.dw.com/p/380Vi
Iraq | Betankung eines Jets in der Luft
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

سعودي عربستان د جمعې په ماښام (د نوامبر میاشتې ۹) په واشنګټن کې د خپل سفارت له لارې د امریکا د دې پریکړې په هکله خبر ورکړ چې دغه هیواد د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان او متحدینو جنګي الوتکو ته په هوا کې د تیلو رسول بندوي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ سعودي عربستان استدلال کړی دی چې دا پریکړه په دې دليل شوې چې سعودي عربستان پخپله د دې کار توان نه لري.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس، اعلان کړی دی چې له دې پریکړې ملاتړ کوي. د یمن په درې کلنه کورنۍ جګړه کې چې په ترڅ کې یې تر ۱۰ زرو ډیر انسانان ووژل شول او تر دوو میلیونو ډیر مهاجر شول له سعودي عربستان څخه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ په دغه هیواد (امریکا) کې دننه یوه شخړیزه موضوع ده، حتی پخپله د ولسمشر دونالد ترمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په داخلي کړیو کې.

د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي حکومت د منتقد خبریال جمال خاشقجي تر وژل کیدو او د ملګرو ملتونو تر په غوسه کیدو وروسته، پر دغه ملاتړ نیوکې ډیرې شوي دي.

امریکا متحده ایالاتو دغه وژنه غندلې، خو په عین وخت کې یې هڅه کړې چې له خپل نږدې متحد سعودي عربستان سره اړیکو ته یې زیان ونه رسیږي.

په یمن کې د حوثي نیمه ملیشو پر ضد د سعودي عربستان او متحدینو جنګي الوتکو ته په هوا کې د تیل رسونې لړۍ د بندولو پریکړه، د امریکا کانګرس ته د دې مو ضوع د وړاندی کیدو د مخنيوي له پاره د ریاض او واشنګټن د حکومتونو د ګډې هڅې په توګه تعبيریږي. په ځانګړې توګه وروسته تر دې چې دیموکراتان وتوانیدل د امریکا د وروستیو منځمهاله ټاکنو په ترڅ کې د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړي.

سعودي عربستان په یمن کې د عبدربه منصور هادي له حکومت څخه چې په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوی دی ملاتړ کوي. د دې په مقابل کې ایران بیا د شعیه حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.