1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د «په زوره ځای پر ځای کولو»په اړه اندېښنې

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ تیر ۲, جمعه

د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړو هیوادونو خارجه وزیرانو په بيلاروس کي دیوې غونډي پرمهال په افغانستان کي د«قوم او مذهب پر اساس د وګړو د ځای پرځای کولو» د بهیردرولوغوښتنه وکړه. د دغو هیوادونو اندېښنې څه دي او شننونکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Sykx
Afghanistan Chost Gulan Flüchtlingslager Pakistanische Flüchtlinge
انځور: DW/F. Zahir

د ګډ امنیتي تړون سازمان د باندنیو چارو وزیرانو د هغې اعلاميې له مخي، چي د روسيې د باندنیو چارو وزارت له خوا خپره سوې، د طالبانو او د دې ډلي له سیاسي او مذهبي مشرانو غوښتل سوي دي چي د یو ريښتني ټول شموله حکومت د جوړېدو په اړه خبري اتري وکړي. 

په دغه تړون کي روسیه، تاجکستان، قرغیزستان، قزستان، بيلاروس او ارمنستان شامل دي، دوی په دغه اعلامیه کي په افغانستان کي د امنیتي وضعیت د لاترینګلتیا او په دغه هیواد کي د نړیوالو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش خراسانۍ ډلي پر پراخیدو اندېښنې څرګندي کړي دي.

اړوند: د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

په دې اعلامیه کي د افغانستان په اړه راغلي دي: «موږ د قومي ډلو د بنسټیزو حقونو او ازادیو د رعایتولو ترڅنګ د قومي او مذهبي دلایلو پر بنسټ د دوی پر همېشنیو مېنو په زور د پردیو خلکو د ځای پرځای کولو له امله د دوی د ځورولو په اړه اندېښمن یوو او دوی ته د ټولو بشري حقونو د ورکولو غوښتنه کوو.»

د ګډ امنيتي تړون سازمان د باندنیو چارو وزیرانو په دې اړه وضاحت ورنه کړ چي د دوی موخه د څنګه ځای پرځای کول دي، خو د چارو شننونکي وايي چي د وزیرانو د اعلاميې اشاره د افغانستان له ختیځ څخه شمال ته د پاکستانیو طالبانو لېږد دی.

Armenien CSTO Sicherheitsgipfel
انځور: Aram Nersesyan/SNA/IMAGO

طالبانو ترمخه اعلان کړی و چي د «شمالي وزیرستان کډوال» د پاکستان پولي ته له نژدې سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته لېږي، دغه کډوال وروسته له هغه افغانستان ته را کډوال سول، چي پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پر وړاندي نظامي عملیات وکړل.

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی 

ډېر وخت کېږي چي پاکستان د افغان طالبانو پر اداره فشار راوړي چي پر پاکستان دي د افغانستان له خاوري څخه د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخه راوګرځوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله شاوخوا یوه میاشت ترمخه رسنیو ته ویلي ول چي افغان طالبانو یوه داسي طرح وړاندې کړې ده چي د تحریک طالبان غړي به د پاکستان له پولي لېري کوي.

د سیاسي مسایلو شننونکی احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، کوم کسان چي د طالبانو له خوا د افغانستان په شمال کي ځای پرځای کېږي، هم د شمالي وزیرستان کډوال اوهم د پاکستاني طالبانو جنګیالي پکښي سته.

اړوند: له افغانستانه د وزيرستاني مهاجرو د بیرته ستنیدو دویم پړاو پیل شو

سعیدي وايي: «د پاکستان دولت طالبانو ته ویلي دي چي که چیري تاسو دوی له دې ځایه ګوښه نه کړی، موږ اړ یوو چي په افغانستان کي د ننه يې قرارګاوي بمبار کړو، چي دا کار به زموږ  او ستاسو د بدنامۍ سبب وګرځي. طالبانو ژمنه کړې ده چي دغه کسان به د پاکستان له بریدونو څخه روزګان، تخار او شمال ته استوي او دا چاره پیل سوې ده.»

سعیدي زياتوي: «د مفتي سیف الرحمن په ګډون یوشمېر کسان د روزګان ولایت په هزاره مېشتو سيمو کې ځای پرځای سوي دي. همدارنګه حافظ ګل بهادر د مولوي فقیر د پلویانو له کورنیو او ځواکونو سره د افغانستان شمال ته انتقال سوی دی. » 

Pakistan Nord-Waziristan Flüchtlinge
انځور: AFP/Getty Images

سعدي وايي، چي د دغه ځای پرځای کولو تر شا یوشمېر سیاسي موخي سته او د سیمي یوشمیر هیوادونه د افغانستان شمال ته د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو لېږد اندېښمن کړي دي:

«سیاسي موخه يې د سیمي ناامنه کول دي، په شمال کي د ازبکو، تاجکو، هزاره ګانو او پښتنو ترمنځ د قومي جوړښت ګډوډول دي. د سیمي هیوادونه په دې اړه پوهیږي او اندېښنې يې پرځای دي.»

زموږ یوټیوب پاڼه  

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي دویچه ویله ته وویل، طالبان د پاکستان په امر د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږي همدا کار د منځنۍ اسیا هیوادونه اندېښمن کړي دي. 

Pakistan Waziristan Taliban Kämpfer ARCHIV 2012
انځور: picture-alliance/AP Photo

فرهادي زیاتوي: «د منځنۍ اسیا هیوادونه حق لري چي اندېښمن سي، ځکه دغه ځای پرځای کول ولسي توازن ګډوډوي او امکان لري چي هوري تاوتریخوالی پېښ سي، ځکه ټي ټي پي سوله ایزه وګړي نه دي، په پاکستان کي په جګړه بوخت دي او په افغانستان کي هم کرار نه کښېني که څه هم پر پوله وي یا کوم بل ځای.» 

د طالبانو ویندویانو د دویچه ویله د خبریالانو پیغامونو او پوښتنو ته په دې اړه ځواب نه دی ویلی یوازي يې د «شمالي وزیرستاني کډوالو» په اړه خبري کړي دي، نه د تحریک طالبان د جنګیالیو په اړه.

اړوند: طالبانو ۴۰ کسان د غيرقانوني مهاجرت په تور نيولي دي

په تخار کي د طالبانو یو سیمه ایز مسئول دویچه ویله ته وویل: «شاوخوا ۲۰ موټره د شمالي وزیرستان کډوال.» تخار ته انتقال سوي دي. نوموړی چي نه غواړي نوم يې خپور سي، دویچه ویلي ته وویل: «انتقال سوي کسان د مځکو اسناد لري، په تیرو ۴۰ کلنو جګړو کي له سیمي کډوال او اوس بیرته راستانه سوي دي.»

د طالبانو هغه مخالفان، چي دامهال په باندنیو هیوادونو کي اوسي هم په دې اړه غبرګون ښوولی او ویلي يې دي چي د طالبانو دغه ډول کړني به ناوړه بایلي ولري.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي افغانستان ګوند د یوې اعلامیه په خپرولو سره د افغانستان شمال ته د «شمالي وزیرستان کډوالو او ټي ټي پي د غړو» پر لېږد غبرګون ښوولی دی.

د طالبانو دغه مخالفي ډلي په دې اعلامیه کي ویلي دي: «د هیواد په ولسي ترکیب کي مغرضانه لاسوهنه هم د افغانستان اوهم د سیمي په اړه خطرناکي پایلي درلودلای سي او د افغانستان شخړه  یوې تازه مرحلې ته ننباسي.»

Moskau Salahuddin Rabbani Außenminister Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/D. Serebryakov

اړوند: په خوست کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ درنه مرګ ژوبله اړولې

همدارنګه د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» هم په اعلامیه کي دغه ځای پرځای کول پر «ښې یوځای اوسیدني» اخري ضربه ګڼي.

په دې اعلامیه کي راغلي دي: «طالبان د پردیو طرحو په عملي کولو سره د افغانستان شمال او لوېدیځ ته د په زرهاوو وسله والو تروریستانو لېږل د افغانانو د یووالي او قومي جوړښت د پاشلو له پاره یوه وروستۍ ضربه ده.» دې جبهې ویلي دي چي د طالبانو له خوا د یاد ځای پرځا کولو په وړاندي به مقابله کوي.

کارپوهان دې ټکي ته په اشارې سره وايي چي دا جلا خبره ده، چي دغه لېږد به د کومي موخي له پاره وي خو داسي کړني د افغانستان له پاره ستونزي جوړوي.

طارق فرهاد وايي: «ولسي خلک وسلې نه لري، خاوره او اوبه محدودي دي، دا به د افغانانو ترمنځ یو لویه ستونزه رامنځته کړي.»

اړوند: په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندي سيمو کې د خلکو ورځنی ژوند

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کي دغي ډلي هڅه وکړه چي د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د دې منځګړیتوب په پایله کي یو څو میاشتي اوربند سوی و، خو یادو خبرو ډېره نتیجه ورنه کړه او پاکستاني طالبانو یوار بیا د پاکستان حکومت پر وړاندي خپلو بریدونو ته لستوڼي راپورته کړل.

زموږ له ارشیف څخه

وزیرستاني کډوال: نورو سیمو ته تلل نه غواړو