1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان طالبان پاکستان ته: افغانستان بې څښتنه نه دی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښوولی چې ویلي یې ول، په افغانستان کې به د ټي ټي پي پر ضد پوځي عملیات وکړي. د طالبانو دفاع وزارت ویلې دي دوی د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/4Ld7g
Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: HOSHANG HASHIMI AFP via Getty Images

د طالبانو د دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه یوه اعلامیه خپره کړي او پکې یې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه څرګندونې پارونکي بللي چې په وینا یې، په افغانستان کې به د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي.

اعلامیه وایي: «ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي د احتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي...»

اعلامیه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ردوي او زیاتوي چې«پوره شواهد شته چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې فعالیت لري.»

د طالبانو ادارې د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته هم غبرګون څرګند کړی، چې په افغانستان کې یې د ټي ټي پي پر ضد د احتمالي عملیاتو خبر ورکړی دی.

طالبان یې په غبرګون کې وایي، افغانستان بې څښتنه نه دی او دوی د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي: «افغانستان بې وارثه نه دی، موږ د تل په څېر د هيواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو یوو او د خپل ګران هیواد په دفاع کي تر هرچا ښه تجربه لرو.»

په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې، اندیښنې دې د تفاهم له لارې حل شي. 

اړوند مطلب: پاکستان د سرحدي شخړې په تړاو افغان ديپلومات احضار کړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دوې ورځې وړاندې د پاکستان له یوه ځایي تلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د پاکستان طالبانو تحریک مرکزونو د شتون یادونه کړې وه او په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه.

رسنیو د پاکستاني مقاماتو له قوله ویلي دي چې، نن دوشنبه به د پاکستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد د عملیاتو په اړه بحثونه او پریکړې وشي.

په دې وروستیو کې داسې بريښي چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي. په تېرو څو میاشتو کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي سيمو کې نښتې ډیرې شوي، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبلې هم اوښتي دي.