1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: تاوتریخوالی باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوې اختر په مناسبت په یوه پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې وويل اسلام د تاوتریخوالي خلاف دی او طالبان باید له افغانانو سره سوله وکړي.

https://p.dw.com/p/4T6XR
آرشیف: پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني
آرشیف: پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غنيانځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوې اختر په مناسبت په یوه پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې وويل چې وینې توېدو او تاوتریخوالي د افغانانو روحي روغتيا ته زيان رسولی دی. هغه زیاته کړه چې اسلام د تاوتریخوالي خلاف دی او طالبان باید له افغانانو سره سوله وکړي.

د افغانستان دې پخواني ولسمشر چې اوس په متحده عربي اماراتو کې میشت دی، د فيسبوک له لارې د اختر په خپل پېغام کې پر طالبانو نیوکې وکړې.

اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال او ولس یرغمل کړی دی

غني په خپل پېغام کې وویل: »له شته فرصتونو څخه معقوله استفاده کولای شي په هېواد کې د نیمې پېړۍ د وینو او اور لګېدنې کیسه تاریخ ته وسپاري، په دې شرط چې د طالبانو له خوا د ډله ییزو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د تاکتیک په توګه ترې کار وانخیستل شي.«

د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په دوو دورو کې یوه له جدي ننګونو څخه د امنیت ساتل وه، چې د ۳۵۰ زره وسله والو ځواکونو له شتون سره سره په دې برخه کې ناکام وو.

د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په سلګونو ځانمرګي او چاودېدونکي بریدونه او هدفي وژنې وشوې او زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه مهال طالبان د ډېرو نا امنیو عامل بلل کېدل.

زموږ د یوټیوب کانال هم در سره تعقیب کړئ

خو اوس اشرف غني د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلې دي: «د دوی اکثریت (طالبان) ښايي اوس په دې پوه شوي وي چې د باثباته امنیت انتقال یو ملي ارمان دی او که له اوسنیو هدفي واقعیتونو سره سره دا کار ونه شي، مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی. پایلې به د دوی په اوږو وي. خو دې موخې ته د رسېدو لپاره، طالبان باید لومړی له خپلو ځانونو سره سوله وکړي، دویم زموږ له سپېڅلي دین سره چې د تاوتریخوالي ضد دی او بیا له افغان ولس سره سوله وکړې.«

د طالبانو د ډلې په لاس د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه د افغانستان له سقوط وروسته، په زرګونه هغه افغانان چې له بهرنیو بنسټونو سره یې همکاري کوله، یا د افغان امنیتي ځواکونو برخه وه او یا د حکومت او نورو ملي او نړیوالو ادارو کارکوونکي وو، د خپل ژوند د خونديتوب لپاره له هیواده ووتل.

ښاغلي غني په بهر کې میشت افغانان مخاطب کړل او ویې ویل: »په بهر کې میشت افغانان باید د خپل استازیتوب حق یوې وړې منافقې ډلې ته پرنږدي. تاسو باید له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د رغنده فکر وسیله اوسئ.«

غني: په افغانستان کې له ښځو څخه د ژوند حق اخیستل شوی

د افغانستان پخواني جمهور رئیس زیاته کړه چې په بهر کې د افغانانو لپاره یو له فرصتونو څخه د ډیجیټل کولو او په مجازي فضا کې د یو بل افغانستان د جوړولو لپاره کار دی چې په بهر کې د افغانانو د راغونډیدو د تمرکز مرکز شي.

که څه هم په افغانستان کې بېکاري او بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې، خو اشرف غني په خپل پیغام کې لیکلي: »په جلاوطنۍ کې ژوند هېڅکله د هیچا لپاره طبیعي انتخاب نه دی.«

هغه وويل: »اوس یوازې سياسي ثبات، پايداره سوله او دوامدار امنيت د دې وروستيو مياشتو د مهاجرتونو د لړۍ په ګډون د پنځه ميليونه مهاجر افغانانو بيرته راسنيدو ته زمينه برابرولی شي.«

د اشرف غني د حکومت په وروستيو کې هم ډېری افغانان د بې کارۍ او ناامنۍ په دليل له هېواد وتلي ول. خو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له افغانستان څخه د افغانانو د تخلیې له بهیر سره دا شمير په بې ساري توګه لوړ شوی.