1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په افغانستان کې له ښځو څخه د ژوند حق اخیستل شوی

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي دي چې له افغان مېرمنو څخه د ژوند حق اخیستل شوی او د نوي زیږېدلو نجونو ژوند د جهالت دورې ته ورته دی.

https://p.dw.com/p/4OPNg
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنيانځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

اشرف غني په دې غږیز پیغام کې چې په خپله فیسبوک پاڼه کې د مارچ ۸ مې، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځ په مناسبت نشر کړی دی، په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه خبرې کړي او د هغوی د حقونو غوښتنه يې کړې ده.

اشرف غني چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ له خبرتیا پرته له کابله ووت او په همدې ورځ طالبانو واک ترلاسه کړ، په دغه پیغام کې ویلي: «له بده مرغه د افغانستان د خلکو تر ټولو اساسي اسلامي حقونه ترې اخیستل شوي دي. ښځه د انساني ټولنې او کورنۍ غړې ده، چې نن ورځ یې د ژوند له حقه انکار شوی دی.»غني چې په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، په دغه غږیز پیغام کې د طالبانو له نوم پرته ویلي دي چې نن سبا له ښځو سره هر ډول چلند د ظلم یوه بېلګه ده، په داسې حال کې چې ظلم په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.

اړوند مطلب:م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی

غني له ټولو اسلامي هيوادونو څخه د حج په مراسمو کې د ښځو ګډون ته په اشارې سره ویلي: «هغه څه چې په کعبه کې روا دي په کابل او کندهار کې روا نه دي؟»

غني وویل: «له بده مرغه د نوي زېږېدلو افغان نجونو وضعیت تر بل هر وخت د محرومیت له نظره د جهالت دورې ته نږدې شوی دی.» د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي: «زموږ اساسي ملي مسله دا ده چې ایا افغانستان د تدریجي مرګ پر لور روان دی؟ ايا ناهیلي ورځ په ورځ زياتيږي، د افغاني ناورین مسووليت ورځ په ورځ کميږي؟»

هغه وویل، د افغان ښځو مسله باید د بهرنیانو او افغانانو تر منځ د شخړې لامل نه شي، بلکې دا موضوع په افغانانو پورې اړه لري او ښځې باید له خپلو اسلامي حقونو برخمنې شي.غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ډېر افغانان د دې وضعیت پړه پر ده اچوي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هغه د پیغام په کمنټونو کې ډېرې انتقادي تبصرې لیکلي دي.

زموږ له آرشيف څخه: