1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

اسرائیل د سوریې پر پوځي هدفونو هوایې برید کړی

۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبه

د سوریې د پوځ د معلوماتو له مخې اسرائیلي پوځ د یک شنبې په سهار وختي په حمص ولایت کې د سوریایي پوځ پر مرکزونو هوایي برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/4PbVG
Syrien | Schäden auf Rollfeld des Aleppo International Airport
انځور: Planet Labs PBC/picture alliance

د سوریې دفاع وزارت دولتي رسنیو ته ویلي دي چې د اسرائیلو دغه هوایي برید د سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۲ بجو او ۳۵ دقیقو د بیروت له شمال لویدیځ لورې څخه ترسره کړی دی.

د دمشق هوايي ډګر د اسرائيل تر بمبار وروسته له فعالیته وتلی

ویل کیږي چې په دې برید کې پنځه تنه سوریایې عسکر ټپیان شوي او مالي زیان یې هم اړولی دی. خو د لویدیځ استخباراتي سرچینو بیا ویلي دي چې بریدونه په مرکزي سیمه کې پر هوایي اډې شوي دي چیرې چې ایراني پرسونل مستقر دی.

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

تر اوسه پورې د رویټرز خبري آژانس نه دی توانیدلی دا خبر تائید کړي.

اسرائیلي پوځ په سوریې کې د وروستي هوایي برید د رپوټونو په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی. د ایران د سپاه پاسداران په وینا، دا د هغو بریدونو د لړۍ په دوام دریم برید دی چې د جمعې په ورځ یې په پایله کې د دغه هیواد د سپاه پاسداران یو تن افسر وژل شوی و.

سوریې هغه ادعاوې رد کړي دي چې ایران په دغه هیواد کې پراخ نظامي حضور لري.

سوریه: د اسراییلو په هوايي حمله کي څلور عسکر وژل سوي

د لویدیځ استخباراتي سرچینې رپوټ ورکوي چې ایران د هرې ورځې په تیریدو سره په مخ پر ډیریدونکي ډول له ملکي هوایي ډګرونو څخه د پوځي وسلو او تجهیزاتو د انتقالولو له پاره استفاده کوي.

د دغو سرچینو په حواله له باربري یا کارګو الوتکو څخه چې د فیبرورۍ په میاشت کې تر زلزلې وروسته یې سوریې ته د مرستندویه توکو د انتقالولو له پاره تګ راتګ زیات شوی دی، استفاده کیږي.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

 ایران تر اوسه پورې د دغو تورونو په هکله د خپل نظر له څرګندولو څخه ډډه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا