1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

سوریه: د اسراییلو په هوايي حمله کي څلور عسکر وژل سوي

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د سوریې د دولتي رسنیو په حواله د دغه هیواد د یوې ساحلي منطقې او مرکز پر نظامي پوستو باندي د اسراییلو په یوه هوايي حمله کي څلور عسکر وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4JmGb
Syrien Damaskus Iranische Militärs getötet
انځور: farsnews.ir

 

خو اسرايیلي پوځ تراوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویلي. دا هم پداسي حال کي ده، چي اسراییل د کلونو راهیسی په همسایه هیواد سوریه کي حملې سرته رسوي. په خبره یې هغوی ایراني او یا د ایران لخوا حمایه کیدونکي جنگیالي په نخښه کوي. اسراییل د ایران څخه د خپل هیواد په مقابل کي د تهدید احساس کوي. ایران هم تر اوسه پوري د دغه هیواد موجودیت په رسمیت نه پيژني.