1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په نړۍ کې د بې ځایه شوو وګړو شمېر رېکارډ کچې ته لوړ شوی

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې په نړۍ کې د هغو وګړو شمېر چې په جبري توګه د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي، د ريکارډ کچې یعنې ۱۱۴ ميلیونو ته پورته شوی دی. په غزه کې د روانې جګړې له کبله هم نژدې یونیم ميلیون کسان بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Y1MB
Irakische Jesiden auf der Flucht vor ISIS
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې، يو ان اچ سي آر، چهارشنبه د اکتوبر ۲۵مه په یوه اعلاميه کې وويل: «د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې په نړۍ کې د هغو وګړو شمېر چې د جګړو، زور زیاتيو، تاوتريخوالو او بشري حقونو څخه د سرغړونو له وجې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوي، ۱۱۴ ميلیونو ته رسيدلی دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې تر ټولو ډېر خلک د کال په لومړيو شپږو میاشتو کې بې ځايه شوي دي. د دوی اکثریت په اوکراين، سوډان، میانمار او د کانګو په دیموکراتيک جمهوریت کې د شخړو، په افغانستان کې د دوامداره بشري بحران او په سومالیا کې د وچکالي، سيلابونو او ناامنیو له وجې خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په دې ترتيب د ۲۰۲۲م کال په پای کې د نړۍ د بې ځایه شوو وګړو پر شمېر ۱ اعشاریه ۶ میليونه وګړي ورزیات شوي دي. د یو ان اچ سی آر ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ومنله چې د بې ځایه شوو وګړو نوی شمیر، له ۱۹۷۵م کال راهيسې چې دغه سازمان په دې هکله ارقام راټولوي، هیڅکله دومره لوړ نه وو.

د يو ان ايچ سي آر په رپوټ کې زياته شوې چې له دې بې ځایه شويو څخه یې له يو په دويمه برخې ډېر په هېواد کې دننه نورو سيمو ته کوچېدو ته اړ شوي دي او هیڅکله له نړيواله سرحده نه دي اوښتي.

د دې سازمان د نيمايي کال په رپوټ کې ويل شوي چې په ټوله نړۍ کې په جبري توګه د بې ځايه شويو خلکو يو په دريمه برخه یې له يوازې دريو هېوادونو؛ افغانستان، سوریې او اوکراين څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې د همغږۍ سازمان يا اوچا په خبره، په غزه کې د اکتوبر په ۷مه د اسرائيل او حماس ډلې تر منځ د پيل شوې جګړې له کبله هم شاوخواو ۱ اعشاریه ۴ ميلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

(AFP)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل