1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

اسرائيل په سوريه کې هوايي حملې کړي

۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبه

اسرائيل په سوريه کې د حکومت تر کنټرول لاندې ښار حمص ته نژدې هوايي حملې کړي دي. دغه خبره د سوريې دولتي رسنۍ د يکشنبې په ورځ وکړه او وروسته د اسرائیل پوځ هم دغه حملې تائيد کړې.

https://p.dw.com/p/4TJiX
د آرشیف انځور - د اسرائيل د هوايي ځواکونو اف ۳۵ ډوله جنګي جیت
د آرشیف انځور - د اسرائيل د هوايي ځواکونو اف ۳۵ ډوله جنګي جیتانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Schalit

د سوريې دولتي خبري آژانس، سانا، د ېوې پوځي منبع له قوله ويلي دي: «اسرائيلي غليمانو د لبنان له شمال شرق څخه د حمص ښار په ګاونډ کې پر پرتو یو شمېر موقعیتونو هوايي حملې کړي دي.» زیاته شوې چې دغه اهداف له لبنان څخه په شاوخوا شل کيلومترۍ کې پراته دي.

د اسرائیل پوځ هم تر حملو څو ساعته وروسته د شنبې په سهار په یوه اعلاميه کې کړې هوايي حملې تائيد کړي دي. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې دوی «په سوريه کې د الوتکې ضد یوه دستګاه په نخښه کړې ده.» پوځ زیاته کړې چې دغه حملې يې «له سوريې څخه د اسرائيل په خاوره کې د الوتکې ضد یوه توغول شوي توغندي په ځواب کې کړي دي.»

ورته مطلب:اسرائیل د سوریې پر پوځي هدفونو هوایې برید کړی

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د اسرائيل جنګي جيت الوتکو همدارنګه «په سيمه کې نور اضافي اهداف هم په نخښه کړي» او دا چې د سوريې له خوا فیر شوی د الوتکې ضد توغندی «په هوا کې منفجر شوی» او پېښه ځاني زیان نه لري.

سانا بیا په خپل رپوټ کې ويلي چې د سوريې د هوايي دفاع ځواکونو یو شمېر توغندي شنډ کړي او په شوو حملو کې یوه اندازه «مادي» زيانونه درلودلي دي.

د سورېې د بشري حقونو د څار ډله چې مقر ېې په بریتانیا کې دی ویلي دی چې د حمص شمالشرق سیمه د حزب الله ډلې قوي سنګر دی او د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو پوځي زېرمې په کې دي.

ورته مطلب:اسرائیل په سوریې کې د حزب الله پر مرکزونو برید کړی

اسرائيل د څه باندې ېوې لسیزې په جریان کې د سوريې په قلمرو کې په سلونو هوايي حملې ترسره کړي چې تر ډېره ېې په کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو، د لبنان د حزب الله جنګیاليو او همدارنګه د سوريې د پوځ موقعیتونه په نخښه کړي دي.

(AFP)mks/mns

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم وګورئ: