1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«امریکا باید د روغتیا له نړیوال سازمانه پروتلو بیا غور وکړي»

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د دونالد ترمپ له خوا د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا د همکارۍ پای ته رسولو تر اعلان سمدستي وروسته، بروکسل غبرګون ښودلی دی. اروپایي اتحاديې ویلي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان مهمه دنده لري چې باید ملاتړ یي وشي.

https://p.dw.com/p/3d3zC
Logo der Weltgesundheitsorganisation
انځور: AP

د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو تر اعلان وروسته اروپایي اتحادیې له واشنګټن څخه غوښتي دي چې پر خپلې پریکړې دې تجدید نظر وکړي. د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین او د دغې اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول جوزف بوریل ویلي دي چې د کرونا وبا په پام کې نیولو سره په نړیواله کچه همکارۍ او پيوستون ته ضرورت دی.

دوی په خپله ګډه اعلامیه کې لیکلي دي: «نړیوال روغتیایي سازمان باید په داسې یو موقعیت کې وي، چې د اوس وخت او په راتلونکي کې پانډمیو ته ځواب وویلی شی. په دې برخه کې د ټولو هیوادونو ونډه اخیستنه او ملاتړ حتمي او اړین دی.»

په بیانیه کې ټینګار شوی دی چې دقیق د کرونا په بحران کې باید بین المللي همکارۍ او د یوې ګډې حل لارې پيدا کولو له پاره هڅې تقویه شي.

ترمپ: د روغتیا نړیوال سازمان د چین له خوا کنترولیږي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان له تندو نیوکو وروسته له دغه سازمان څخه د وتلو په اړه د امریکا نهایي پریکړه اعلان کړه. ترمپ د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان هغه اصلاحات نه دي عملي کړي چې ده یې غوښتنه کړې وه، نو له همدې امله امریکا په دغه سازمان کې خپل غړيتوب ختموي.

ترمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري قطع کړه

روښانه نه ده چې آیا ترمپ کولی شي خپله دغه پریکړه سمدستي او په یوازیتوب سره عملي کړي. هغه د روغتیا پر نړیوال سازمان تور ولګاوه چې د چین تر کنترول لاندې دی او د کرونا وبا په برخه کې یې په ناسمه توګه عمل کړی دی.

فون دیر لاین او بوریل لیکلي دي چې اروپایي اتحادیه بیا هم د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ کوي او په دې برخه کې د اضافي پیسو له ورکړې سره یې موافقه کړې ده.

د روان کال د می میاشتې په ۱۹ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان غړو هیوادونو پریکړه وکړه چې هر څومره ژر چې ممکن وي یوه بې پرې او خپلواکه ارزیابي پیلوي، څو د کرونا وبا پر وړاندې د بین المللي غبرګون نتیجه ګیري وکړي. نوموړي سازمان ټینګار کړی دی چې دا کار په نړیواله کچه د روغتیا د حفاظت له پاره مهم دی

afp, dpa) )sn-ns)