1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري قطع کړه

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

دونالد ترمپ ویلي دي چې هیواد به یې نور د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکاري ونه کړي. امریکا نوموړی سازمان په «ناسم مدیریت» او «له چین سره تر اندازې زیات نژدېوالي» تورن کړی او په دې سازمان کې یې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3d0hC
Weißes Haus PK US-Präsident Trump makes announcement about China at the White House in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (د می میاشتې په ۲۹ نیټه) د روغتیا نړیوال سازمان سره د همکارۍ بندول د ورکړل شوي ۳۰ ورځني مهلت څخه مخکي عملي کړل. امریکا متحده ایالات د دغه سازمان تر ټولو لوی مالي ملاتړ کونکی دی. ترمپ ۱۰ ورځي مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ته ۳۰ ورځنی ضرب الاجل ټاکلی وو او د نوموړي سازمان له مشر تدروس ادهانوم، څخه یي د یوه لیک په ترڅ کې په دغه سازمان کې د جدي اصلاحاتو راوستلو غوښتنه کړې وه. هغه ګواښ کړی وو چې که داسې ونه شي نو امریکا به په دغه سازمان کې د خپل غړیتوب په هکله تجدید نظر وکړي.
ترمپ په خپل لیک کې نوموړی سازمان د خپلو کارونو په ځنډونې تورن کړی وو: «په دې خبره کې شک نشته چې د کرونا ویروس د خپریدو په مقابل کې ستاسې [تدروس ادهانوم] او د روغتیا نړیوال سازمان د پرله پسې تیروتنو په علت، نړۍ ډیر زیات تاوانونه وزغمي.»
د امریکا ولسمشر ناسم مدیریت او پر چين د دغه سازمان تر اندازې ډیر باور په نړۍ کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپریدو عوامل وبلل.

پر اړونده موضوع زمونږ له ارشیف څخه انځوریز رپوټ:
د نړۍ د ۱۹۴هیوادونو غړيتوب
د روغتیا په نړیوال سازمان کې ۱۹۴ هیوادونه غړيتوب لري، خو امریکا دغه سازمان ته تر ټولو ډیرې پيسې ورکوي. د ترمپ په خبره امریکا له دغه سازمان سره هرکال ۴۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي، په داسې حال کې چې چين یوازې ۴۰ میلیونه ډالره ورکوي. امریکا پر نوموړي سازمان تور لګولی دی چې د چين پلوي کوي او دغه هیواد ته تر اندازې ډیر نږدې شوی دی.
امریکا له چین څخه هم غوښتي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه موجودو ډیرو پوښتنو ته ځواب ووایي او په شفافیت سره عمل وکړي.
د ترمپ دغه اقدام پخپله امریکا کې هم له مخالفت سره مخامخ شوی دی. د استازو د مجلس مشري نانسي پلوسي د روغتیا نړیوال سازمان په مقابل کې د ترمپ پر سیاست نیوکه کړې ده او له دغه سازمان څخه د وتلو په اړه د ترمپ اقدام یې «فوق العاده بی معنی» بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د شنبې تر ورځې پورې(د می میاشتې تر ۳۰ نیټې) امریکا پر کرونا ویروس له یوه میلیون او ۷۴۷ زره مبتلایانو او نږدې ۱۰۲ زره مړو سره د نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کووید-۱۹ ناروغۍ د قربانیانو تر ټولو لوړ رقم لري.
دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ا.ا