1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له افغان ماشومانو سره ۴۰ مليونه يورو مرسته کوي

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۴۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. ۲۵ میلیونه یورو به د پولیو واکسین تطبیق لپاره ولګول شي.

https://p.dw.com/p/4DZx1
Iran afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/S. Shokran

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) نن یکشنبه د (جولای میاشتې دریمه نیټه) د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې لپاره د اروپايي ټولنې له خوا د څلویښت میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.

یونیسف ویلي دي چې ۲۵ میلیونه یورو به د پولیو د واکسین د تطبیق لپاره او ۱۵ میلیونه یورو به په دغه هیواد کې د مهاجرو او راستنیدونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.

پر دغو مرستو به یونیسف ۱۸۰ زرو هغو افغان  مهاجرو ماشومانو ملاتړ کوي چې له پولو څخه اوړي را اوړي او 10 ملیونه ماشومان به د نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ د پولیو په وړاندې واکسین شي.

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابېدو له امله په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او ډول ډول ګواښونو سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې خواشینونکي پرېکړې کړي دي.

د یونیسف په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې ډېر ماشومان د کار کولو مجبوریت احساسوي او ځینې یې له افغانستانه بهر خطرناک سفرونه غوره کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په افغانستان کې له  ۸۸ سلنه کورنیو کې لږ تر لږه یو ماشوم په سختو شرایطو کې له کوره بهر کار کوي.

له افغانستان سره د آلمان او يو شمير نورو هېوادونو د مرستې ژمنه

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس وان برانټ وویل: «د سرحدونو په اوږدو کې د ماشومانو خطرناک سفر، په ځانګړې توګه کله چې دوی یوازې تیریږي، دغه حالت مهاجر ماشومان د تاوتریخوالي، استعمار او ناوړه ګټه اخیستنې له خطر سره مخ کوي»

هغه ټینګار وکړ چې د همدې لپاره  به  اروپايي ټولنه له یونیسف سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړي څو د هغو هلکانو او نجونو په پېژندلو کې مرسته وکړي چې مرستې ته اړتیا لري. بل چي د هغو ماشومانو لاسنيوی وشي چې د مهاجرت له ګواښ سره مخامخ دي او یا هم بېرته راستانه شوي دي، دغه راز هغو ماشومانو ته چې د کډوالۍ لاره غوره کوي.

پر دې سربیره  اروپايي ټولنې په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین د ملاتړ په موخه له یونیسف او د روغتیا له نړیوال سازمان سره په ټولیزه توګه ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده، په ځانګړې توګه د دغه هیواد په سرحدونو کې د هغو ماشومانو لپاره چي تګ راتګ کوي.

له افغانستان سره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد ایوبي وویل: «افغانستان د نړۍ یو له هغو دوو هیوادونو څخه دی چې پولیو ناروغي لا هم په کې پاتې ده او دا ناروغي هغه وخت خپریږي چې ماشومان له افغانستان څخه پاکستان ته سفر کوي.»

دا پیسې به د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته وکړي چې په هیواد کې د پولیو واکسین د هڅو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په هیواد کې ټول ماشومان، په ځانګړې توګه له پولو څخه تیریدونکي ماشومان، د پولیو په وړاندې واکسین شوي دي.

آ./ز.ن./ا.ا.