1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کال په لومړۍ نیمايي کي د پناهندگۍ ۵۱۳ زره عریضې ثبت سوي»

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

په اروپايي ټولنه او همدارنگه ناروې او سویس کي د روان کال په لومړۍ نیمايي کي د پناه غوښتونکو شمیر که څه هم راکښته سوی، خو بیا هم څه د پاسه یو میلیون ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/4kefS
Brandenburg, Eisenhüttenstadt | Zentrale Erstaufnahmeeinrichtung für Asylbewerber -  Asyl und Abschiebung in Deutschland
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي مربوطه چارواکو چي مقر یې د مدیترانیې په ټاپو مالتا کي دی، خبر ورکړی دی، د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس د روان کال له جنورۍ مياشتي څخه بیا د جون تر پایه پوري په مجموعي ډول ۵۱۳۰۰۰ د پناه غوښتنې عریضې شمیرلي دي. په دې ډول د تیر ۲۰۲۳ م کال د لومړۍ نیمایی په پرتله ۶۰۰۰ کموالی ښیی.

په دغه احصایې کي د اروپايي ټولنې د ټولو هیوادونو او همدارنگه ناروې او سویس شمیرې هم شامليږي چي په نوموړې ټولنې پوري اړه نه لري. د ټولو ۲۹ هیوادونو زیاتره عریضې یو وار بیا په جرمني کي ثبت سوي دي: یعني ۱۲۴ زره عریضې چي د مجموعي شمیرې یو پر څلورمه برخه جوړوي.

سربیره پردې د اروپايي ټولنې د آژانس په حواله آلماني چارواکو د تیر کال همدغه وخت په پرتله د پناه غوښتنې څه ناڅه ۳۰ زره کمې عریضې ثبت کړي دي. د EUAA په نوم نوموړی آژانس د روان کال تر پایه یو وار بیا تر یو میلیون زیاتو عریضو اټکل کوي.

ډیری عریضې له سوریې او افغانستان څخه دي

د اروپايي ټولنې د آژانس په حواله ډېر پناه غوښتونکي له داخلي جگړې ځپلي هیواد سوریې څخه راځي چی ۷۱ سلنه جوړوي، ورپسې افغانستان دی چي ۴۵ سلنه جوړوي. له ونزویلا څخه ۳۷ زره کسانو د پناه غوښتنه وړاندي کړې چي تقریباً ټولو یې په هسپانيا کي خپلې عریضې ورکړي دي. په دغو شمیرو کی له اوکراین څخه څه ناڅه ۴،۵ میلیونه هغه انسانان نه دي شمیرل سوي چي د روسیې د یرغل له امله اروپايي ټولنې ته راتښتیدلي او مؤقتي ساتنه یې ترلاسه کړې ده. 

 د پناه غوښتونکو د منلو کچه ۴۶ سلنه ده

د تیر کال په پرتله په ښکاره ډول د پناه غوښتنې ډیري عریضې منل سوي دي. په لومړي پړاو کي په اصطلاح د منلو کچه ۴۶ سلنه وه. له هغو مهاجرو سره د چلند موضوع چي غواړي اروپاته راسي، له لسیزو راهیسي په اروپايي سیاست کي یوه له مهمو شخړه ایزو موضوعگانو څخه ده.

د تیر کال په پای کي اروپايي ټولنې پریکړه وکړه چي د غیر قانوني کډوالو له پاره، د پام وړ محدودیتونو په وضع کولو سره د پناه غوښتنې په خپل گډ سیسټم کې پراخ اصلاحات راولي.

په دې ډول به په راتلونکي کي هغه کسان چي د پناه غوښتني د منلو لږ چانس لري، د اروپايي ټولنې په بهرنیو سرحدونو  کي له چټکو پروسو څخه تیریږي.   

GP/NZ/AG