1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنې شمیرې لوړې شوي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۴, یکشنبه

د روان عيسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپايي ټولنې، سویس او ناروې کې د پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی دی. په دې موده کې له ۶۷ زرو څخه ډيره پناه غوښتنه د سوریایانو ثبت شوې ده.

https://p.dw.com/p/4j5X7
د راپور له مخې آلمان د پناه غوښتونکو د شمیرو له مخې یو له هغو هیوادونو و چې غوښتنلیکونه پکې ثبت شوي.
د راپور له مخې آلمان د پناه غوښتونکو د شمیرو له مخې یو له هغو هیوادونو و چې غوښتنلیکونه پکې ثبت شوي.انځور: Jussi Nukari/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپايي اتحادیې، سویس او ناروې کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.راپور وايي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په منځ کې جرمني د سوریې، افغانستان او ایران د اتباعو لپاره غوره انتخاب و.

په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې د سوریې د اتباعو ۶۷ زرو۷۵۷ غوښتنلیکونه ثبت شوي.د جرمني رسنیو هم ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپايي ټولنې، ناروې او سویس کې ۴۹۹زرو ۴۷۰ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

د راپور له مخې آلمان د افغانانو، ترکانو او ایرانیانو د خوښې هیواد هم دی.
د راپور له مخې آلمان د افغانانو، ترکانو او ایرانیانو د خوښې هیواد هم دی.انځور: epd

د «دي ولت ام سونټاګ» ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د اوسنيو شمېرو په بنست ویلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.د راپور له مخې آلمان د پناه غوښتونکو د شمیرو له مخې یو له هغو هیوادونو و چې غوښتنلیکونه پکې ثبت شوي.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟


ورځپاڼې زیاته کړې، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په جرمني کې د پناه غوښتونکو ۴۸ سلنه برخه سوریایان وو.د اروپايي ټولنې نور دوه هېوادونه، اتریش او یونان په دویم او دریمو ځایونو کې دي.د ورځپاڼې په وینا، کارپوهان په آلمان کې د کورنۍ یوځای کیدل د شمیرو د زیاتوالي لوی لامل ګڼي. په  آلمان کې ډیری سوریایان وړاندې له خپلو خپلوانو سره اوسیدل او اوس د کورنۍ له غړو سره یوځای شوي دي.د راپور له مخې آلمان د افغانانو، ترکانو او ایرانیانو د خوښې هیواد هم دی.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟