1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کوکاينو د قاچاق له جدي ستونزې سره مخامخ ده

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

پر کرونا وبا سربيره روان کال ښايي اروپايي اتحاديې ته د کوکاينو قاچاق د ريکارد کچې ته لوړ شي. په برلين کې چارواکو ويلي دي چې هڅه کوي د کوکاينو په اصطلاح د هغو «ټکسيانو» مخه ونيسي چې دغه مواد د خلکو تر دروازو رسوي.

https://p.dw.com/p/3h48p
Symbolbild Kokain
انځور: Imago/Future Image

د يورو پول يا اروپا پوليسو د آلمان د «ويلت ام زونتاگ» ورځپاڼې  ته ويلي دي چې د اروپايي ټولنې په غړيو هيوادونو کې د پوليسو له خوا د کوکاينو ضبطولو پېښې مخ پر زياتېدو دي او ښايي ۲۰۲۰م کال په اتحاديه کې د مخدره موادو د قاچاق يو ریکارد ماتونکی کال وگرځي.

په دې وروستيو مياشتو کې چارواکو په بيلجيم او هالند کې د ډېر مقدار مخدره موادو د حمل او نقل مخه نيولې ده. په بيلجيم او هالند کې په ترتيب سره د انتويرپ او روتردم بندرونه له جنوبي امريکا څخه اروپايي ټولنې ته د دغه نشه يي توکو د داخليدو اصلي نقطې دي.

د «ويلت ام زونتاگ» ورځپاڼې په حواله په برلين کې هم د کوکاينو د ضبط پېښې ډېري شوي دي. په دغه ښار کې د روان ۲۰۲۰ م کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۴،۵ سلنه زيات له کوکاينو سره تړاو لرونکي جرمونه ثبت شوي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د قطعې مشر اولاف شیرم وويل: «برلين په ځانگړي توگه [د مخدره موادو د قاچاق له پاره] حساس دی.» نوموړي زیاته کړې: «ځيني سياستوال او ځيني نور ځوانان چې له بېلا بېلو مسلکونو سره تړاو لري او همدا راز منيجران کوکاين په پارتي گانو او محفلونو کې کاروي. د ټولنې په هر قشر کې دغه مخدره توکي کارول کيږي.»

په برلين کې چارواکي په ځانگړي توگه د «کوکاين ټکسي» يا د پاکټ ليږدولو د خدماتو له لارې د کوکاين د قاچاق د زياتېدو له وجې انديښمن دي. په ۲۰۱۹م کال کې د ښار پوليسو د دې ډول پاکټونو د انتقال د ۲۰۹ مواردو په اړه پلټنې کړي وې. د شيرم په حواله د ۲۰۲۰م کال په يوازې لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۷۸ دغه ډول قضيې پېښې شوي دي.

نوموړي وويل چې زياتره وخت د فرمايش او موادو د سپارنې او يا انتقال ترمنځ يوازې ۱۵ دقيقې وخت وي، «نو پولیسو ته یې تعقيبولو ډېر سخت وي.» هغه زياته کړه: «مخدره توکي په عامه ځايونو کې نه سپارل کيږي. دا زموږ له پاره يوه لویه ستونزه ده.»

په ۲۰۲۰م کال کې نوی ريکارد؟

په ۲۰۱۹م کال کې په آلمان کې د بل هر کال په پرتله ډېر کوکاين نيول شوي ول. د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ م کالونو ترمنځ د پوليسو له خوا د نيول شويو مخدره موادو مقدار له ۳۲۰۰ کيلو څخه ۱۰ زرو کيلو گرامو ته لوړ شوی.

هالنډ: د کوکاین ستر لابراتور کشف شوی

د آلمان د جنايي جرمونو د فدرالي ادارې په حواله دغه تمایل به ښايي په ۲۰۲۰م کال کې هم دوام ولري. د دغه ادارې مشر کرستيان هوپه ويلت ورځپانې ته وويل چې «محتاطې سروې گانې ښيي چې په ۲۰۲۰م کال کې به هم د کوکاينو د ضبطولو شميرې د تیر کال په کچه وي.»

هوپه زياه کړه چې د کوکاينو د وارداتو د مخنيوي پر هڅو سربیره د دې موادو بيه باثباته پاته ده. هغه وويل: «دا د دې ښکاروندوي کوي چې کاکاينو ته لاس رسی په دوامداره توگه مخ پر زياتېدو دی.»

په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس خپريدل د ټولنیزو بندیزونو باعث شول او پر تجارت او سفر یې هم اغیز وکړ. خو په اروپا کې په دې وروستيو کې د کوکاينو د نیولو پېښو وښووله چې د جنوبي امريکا د مخدره موادو پلورونکو د خپل تجارت د دوام لارې موندلې دي.

د تیرې اوونۍ په سر کې د آلمان پوليسو په هامبورگ ښار کې ۱،۵ ټنه کوکاين ونيول چې تر دې د مخه په دې شمالي بندري ښار کې هيڅکله دومره زيات مخدره مواد نه وو نيول شوي. د ۳۰۰ ميليونه یورو په ارزښت دغه مخدره توکي په کانتنري بیړۍ کې د وريجو د بوجيو ترمنځ موندل شوي ول.

د يورو پول د اټکلونو په حواله د اروپا له اټکل شويو څلورو ميليونو کوکاين کارونکو څخه یې ۹۰ سلنه  په آلمان، ايتاليا، هالند، هسپانيا او بريتانيا کې دي.

bs/nz (DW English)

زموږ له آرشيف څخه: