1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

هالنډ: د کوکاین ستر لابراتور کشف شوی

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

پولیسو د هالنډ په یوه کلي کې د آسونو په طبیله کې د کوکاینو یوه ستره فابریه کشف کړې ده. ویل شوي دي چې هلته د ورځې تر ۲۰۰ کیلوګرام کوکاین جوړیدای شي. ۱۷ شکمن کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3gq16
Kokain
انځور: Colourbox

 د هالنډ په شمال ختیځ کې د نیه فین، په نامه کلي کې پلټونکو ۱۰۰ کیلوګرامه مخدره توکي او په لسونو زره کیماوي مواد ضبط کړي دي. دغه توکي په یوه ځای کې موندل شوي چې د آسونو په طبیله اړول شوې وه. پولیس په دغه ځای کې د تولیدیدونکو مخدره توکو ورځنی ارزښت له څلورنیم میلیونه څخه تر شپږ میلیونه یورو اټکلوي.

د پولیسو یوه ویاند ویلي دي: «دا په هالنډ کې د کوکاینو تر ټولو ستر لابراتوار دی چې کشفیږي.» د دغه ویاند په خبره په دغه ځای کې په ستر مقدار کې د مخدره توکو د تولید موضوع مطرح ده.

د پولیسو یوه مشر اندرې فان ریین، په دغه لابراتور کې په یوه ورځ کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کیلوګرامه د کوکاین د تولید اټکل کوي. د هغه په خبره ۱۷ کسان نیول شوي دي. له دغو کسانو ۱۳ تنه د کولمبیا، درې د هالنډ او یو ترکی دی.

لابراتور څه ډول کار کاوه؟

لابراتور چې د درینته په ولایت کې موقعیت لري او د آلمان له پولې وړاندې نه دی، د پرسونل او په فارغ وخت کې د مشغولا له پاره څو خوني لري. د پولیسو په خبره دغه لابراتور په اصطلاح د مخدره توکو د پرینمځلو ځای دی، چې په کالیو کې قاچاق شوي مخدره مواد تر پریمنځل کیدو وروسته ترلاسه کیږي.

د مخدره توکو بانډونه کوکاین تر صادریدو دمخه منحلوي او بیا دغه محلول په بیلابیلو شکلونو انتقالیږي او د مخدره توکو د جوړلو له پاره چمتو کیږي. په دې ډول مخدره توکي نسبتا په آسانه ډول قاچاقیږي. په اوسني موندل شوي لابراتوار کې کوکاین د کیمیاوي موادو په مرسته بیرته له کالیو لیرې کیدل او د پلورلو له پاره چمتو کیدل. د هالنډ په نورو دوو ښارونو کې هم ګودامونه پلټل شوي دي.

هالنډ له ډیر وخت راهیسې د خپل انځور د ښه کولو په هڅه کې دی چې اروپا ته د مخده توکو د قاچاق دروازه انګیرل کیږي. په روتردام کې د اروپا په کچه تر ټولو ستر بندر دی چې له دغې لارې زیاتره مخدره توکي قاچاقیږي.

kle/qu (afp, dpa)